کابل (پژواک، ١٥ کب ٩٧) : ازبکستان وايي، چې د افغانستان د حکومت په مشرۍ او مالکيت د سولې له پروسې ملاتړ کوي او د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ له مخامخ خبرو پرته بل هېڅ لاره نشته .
د ملي امنيت شورا وياند او د ستراتيژيکو اړيکو رييس طارق ارين د کب په ١٥مه، پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د افغانستان د ملي امنيت سلاکار ډاکتر حمد الله محب ازبکستان ته د خپل سفر په دويمه ورځ ددغه هېواد د بهرنيو چارو وزير عبدالعزيز کاملوف سره د افغان سولې پروسې په اړه خبرې کړې دي.
هغه زياته کړې، چې ددې ليدنې پر مهال د افغانستان او ازبکستان پر اقتصادي همکاريو، ترانزيټي او سوداګريزو اړيکو او نورو موضوعاتو هم په تفصيل سره خبرې شوې دي.
د نوموړي په وينا، د ازبکستان د بهرنيو چارو وزير قطر ته د خپل سفر او هلته له طالبانو سره د خپلو ليدنو کتنو په اړه د افغانستان د ملي امنيت سلاکار ته معلومات ورکړل.
کاملوف ويلي، دوى د افغانستان د حکومت په مشرۍ او مالکيت د سولې له پروسې ملاتړ کوي، د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د مخامخ خبرو پرته بل هېڅ لاره نشته .
دافغانستان د ملي امنيت سلاکار ډاکتر محب د ازبکستان له دې دريځ څخه د مننې ترڅنګ ويلي، چې د کابل پروسې په درېيم کنفرانس کې به په افغان سوله کې د سيمې د هېوادونو پر رول خبرې کېږي.
هغه زياته کړې، د افغانستان سوله د ټولې سيمې سوله ده او د سيمې هېوادونه کولى شي په دې برخه کې مهم رول ولوبوي.
د يادونې ده، چې د ملي امنيت سلاکار پرون د ازبکستان د ملي امنيت سلاکار سره هم ليدلي وو.
login or register a new account.