ژبه

له چاودنو وروسته د عبدالعلي مزاري د یادغونډې مراسم ګډوډ شول

 کابل (پژواک، ١٦ کب ٩٧): د کابل په لوېدیځ کې د وحدت اسلامي ګوند د مشر عبدالعلي مزاري د یادغونډې مراسمو ته څېرمه له څو پرله پسې چاودنو وروسته یاد مراسم پای ته ورسېدل.

د کورنیو چارو وزارت سرپرست ویاند نصرت رحیمي پژواک خبري اژانس ته وویل، نن شاوخوا ۱۲ بجې له یادو مراسمو لرې څو پرله پسې چاودنې ترسره شوې دي.

هغه وویل، د یادې پېښې جزيیات به وروسته له رسنیو سره شریک کړي.

 دغه مراسم د پخواني ولسمشر حامد کرزي، اجرایيه رییس ډاکتر عبدالله عبدالله او ځينې نورو چارواکو په ګډون د مزاري یاد غونډه جوړه شوې وه.

له چاودنو وروسته د سولې او اعتدال ټاکنيز ټکټ مرستیال محمد محقق په خپلو خبرو غونډه پای ته ورسوله.

login or register a new account.