کابل (پژواک،٢٠ کب ٩٧) : د ولسمشر ستر سياسي سلاکار له طالبانو غوښتي چې له پاکستان او نورو سازمانونو سره د خپلو اړيکو په اړه افغانانو ته وضاحت ورکړي.
په سياسي چاروکې د ولسمشر ستر سلاکار ډاکتر فضل محمود فضلي دغه څرګندونې په ټولنيزه شبکه فيسبوک کې په يوه ليکنه کې کړې دي.
دا په داسې حال کې ده چې ولسمشر اشرف غني هم پرون يو ځل بيا له طالبانو وغوښتل، چې له پاکستان سره خپلې اړيکې روښانه کړي.
د ولسمشر سياسي سلاکار وايي، دا چې کله ولسمشر غني وايي پاکستان او طالبان دې خپلو منځوکې سره د خپلو اړيکو په اړه خلکو ته وضاحت ورکړي دا کومه پېچلې خبره نه ده چې ځينې کسان پرې دومره بحث کوي .
فضلي ويلي، د دې خبرې موخه داده چې د افغانستان حکومت له کومو ادارو او هېوادونو سره اړيکې لري هغه د دوه اړخيزو پرېکړه ليکونو او هوکړه ليکونو په اساس شوي او هغه هوکړه ليکونه د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت د بهرنيو چارو وزارت، کابينې او له کابينې وروسته په ولسي جرګه او مشرانو جرګه کې تصويبېږي.
د نوموړي په وينا،د دغسې هوکړه ليکونو او اړيکو ټول اسناد او د اړيکو څرنګوالی او توضيحات ټول په دغو اسنادو کې شته دي.
فضلي زياته کړې:" دا چې له کوم هېواد نه موږ څومره نظامي مرسته غواړو او کومو هېوادونو سره چې سوداګريزې اړيکې لرو، دا ټول په جزيياتو او ارقامو سره نشر شوي دي.
دى وايي، خو پوښتنه داده، طالبان چې اتلس کاله د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت سره په جګړه بوخت دي. خو تر اوسه پورې يې د خپلو اړيکو جزئيات که له پاکستاني ادارو سره وي او يا هم له پاکستان څخه دباندې نورو سازمانونو سره، تر اوسه يې جزئيات نه دي شريک کړي او نه هم افغانان ترې خبر دي.
د هغه په وينا، که طالبان د دې ادعا لري چې افغان حکومت په نورو متکي دی، که طالبان رښتيا هم د دې خپلواکي او جرئت لري؛ نو دوی دې هم مهرباني وکړي ودې وايي چې له دوی سره څومره نظامي او مالي مرستې په تېرو اتلسو کلونو کې شوې دي.
فضلي زياته کړې، طالبان دې دا اخلاقي جرئت وکړي د هغو د ځای ځايګي او اسنادو ټول جزئيات، نه افغان حکومت او نه نړيوالو، بلکې افغانانو ته دې په دې اړه وضاحت ورکړي.
نوموړي ويلي:" د دې لپاره اساسي هدف چې سوله ده، ترلاسه شي، د مذاکراتو په راتلونکو پړاوونو کې د دواړو خواوو ترمنځ دغه ډول کره اسنادو او شواهدو ته اړتيا پېښيږي، تر څو ملت ته دا هر څه واضح واوسي. "
د ولسمشر سلاکار په دغه پوسټ کې ويلي، د طالبانو اړيکې د هغوی پټنځايونه، د هغوی د مشرانو دفترونه، د دوی سفرونه، د پاکستان له نړيوالو هوايي ډګرونو څخه نورې نړۍ ته، دا هر څه روښانه دي.
login or register a new account.