کابل (پژواک، ۲۱ کب ۹۷) : د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب وایي، اوس ددې وخت رارسېدلی تر څو طالبان د سولې پر لور ګام واخلي؛ خو تر هغه وخت به امنیتي او دفاعي ځواکونه خپلې مبارزې ته دوام ورکړي.
د ملي امنیت شورا ویاند طارق ارین د کب په ۲۱مه، پژواک خبري اژانس ته وویل، چې دافغانستان د ملي امنیت سلاکار ډاکټر حمدالله محب دغه څرګندونې نن د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د غونډې په څنډه کې د اسیایی ټولنې لخوا په یوه جوړ شوي بحث کې ګډون او وینا وکړه.
د ملي امنیت سلاکار وویل، خلک او د افغانستان حکومت د سولې تامین او د تاوتریخوالي د پای غوښتونکي دي.
نوموړي زیاته کړه، چې اوس ددې وخت رارسېدلی تر څو طالبان د سولې پر لور ګام واخلي؛ خو تر هغه وخت به امنیتي او دفاعي ځواکونه خپلې مبارزې ته دوام ورکړي.
ډاکټر محب زیاته کړه : " موږ په ولسواکۍ، د افغانستان په اساسي قانون، دولتي بنسټونو، بشري او مدني حقونو باور لرو. "
د ملي امنیت سلاکار وایي، افغانان پرخپل ملت او دولت ویاړي او د هغه د خوندیتوب لپاره قرباني ورکوو.
هغه وویل، افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه پر هغه څه چې باور او اعتماد لري مبارزه کوي او افغانان یې پر ارزښت پوهېږی، ځکه خو د فاطمې قادریان په نوم یوه نجلۍ چې پلار يې هرات کې د داعش د برید پر مهال وژل شوی، افغانستان کې د ټکنالوژۍ د پوهنتون د جوړېدو فکر په سر کې لري.
محب زیاتوي، هغه مهال چې د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونو په ۲۰۱۴ کې د بشپړ امنیت مسوولیت پر غاړه واخېسته، د امنیتي او دفاعي ځواکونو لیکو کې د جلب او جذب کچه لوړه شوه.
هغه وویل: " زه هره ورځ د امنیتي پېښو راپور مطالعه کوم؛ یوه ورځ یو خبر زما توجه زیاته جلب کړه، هغه د افغانستان د عسکرو نه تسلیمېدل و چې د طالبانو لخوا کلابند شوي و. هغوی ټولو ترجیح ورکړه چې وژل مني؛ خو تسلیم به نه شي. "
ډاکټر حمدالله محب ویلي، هغه ځواک، حرارت، شور او شوق چې په قوماندان افشار کې یې ولیدل تشریفاتي نه و.
دی وایي : " زه د هغه له وطنپالنې متاثر شوم، نوموړی د هغه ځوان نسل او مېرمنو استازیتوب کوي چې د ملي حاکمیت لپاره جګړه کوي او له نړیوالې ترهګرۍ سره د مبارزې په لومړۍ کرښه کې دی. "
login or register a new account.