کابل (پژواک، ۲۲ کب ۹۷): افغان حکومت وايي، د سولې په برخه کې له ترلاسه شوو فرصتونو باید ډېره ګټه پورته شي، خو سولې ته لومړیتوب ورکول باید د ټاکنو مخه ونه نیسي.
د ټاکنو کمېسیون د وروستۍ پرېکړې په اساس ټاکل شوې چې ولسمشرۍ ټاکنې به د راتلونکي کال د چنګاښ په ۲۹ مه ترسره شي، خو د افغانستان د روڼوالي او ټاکنو د څار بنسټ او د افغانستان د مدني ټولنو بنسټ څلور ورځې مخکې وویل، د عادلانه او رڼو ټاکنو د ترسره کېدو لپاره اړتیا ده چې ولسمشرۍ ټاکنې له یوې تر دوو میاشتو وځنډېږي.
اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله نن په ارګ کې د اسلامي وحدت ګوند د پخواني مشر عبدالعلي مزاري په یادغونډه کې وویل، سولې ته د لومړيتوب ورکول به د ټاکنیز بهیر د درېدو او دغه بهیر تر پوښتنې لاندې راوستو معنا ونه لري.
نوموړي د دې په روښانولو چې د ټاکنو ترسره کېدل د ټولو افغانانو هیله ده او د ټاکنو لپاره ترلاسه شوی فرصت باید له لاسه ورنه کړو، زیاته کړه، له ترهګرو ډلو سره د اړیکو د پرېکولو او له دې ډلو سره د مبارزې په برخه کې د طالبانو د توافق خبرې ښې دي، خو په دې شرط چې طالبان په خپلو دې ژمنو کې رښتیني وي.
هغه روښانه کړه: ((که طالبان له افغانانو سره خبرو ته حاضر شي او پلمې پرېږدي، نو د سولې د ټينګښت لپاره هیله مندي پیدا کېږي او که د طالبان دا ژمنې د تبلیغیاتو لپاره وي او د پخوا په ډول پرې عمل ونه کړي، کومې پایلې ته به ونه رسېږي.))
عبدالله په دې ناسته کې عبدالعلي مزاري «د افغانستان د ملي یووالي شهید» او د جهاد او مقاومت د دورې مشر، ولسي مشر، عدالت او ازادي غوښتونکی، مجاهد او خیر غوښتونکی وباله او ویې ویل، د مزاري فکر، کړنې او مسیر دوام لري.
هغه زیاته کړه: ((استاد مزاري د ټولنیز عدالت او عادلانه سیاسي مشارکت یو مبارز او پلوی و، هغه نظر چې نن د افغانستان د خلکو په نه هېرېدونکي واقعیت بدل شوی دی.))
نوموړي وویل، عبدالعلي مزاري د افغانستان له هغو سیاسي او جهادي شخصیتونو څخه و چې د ملي یووالي د ټینګښت، یو بل منلو، د ښځو د حقونو د تامین، د وګړنیز حقونو، سولې او د جګړې پای ته رسولو لپاره یې مبارزه وکړه او په همدې لاره کې ووژل شو.
دغه راز ولسمشر محمد اشرف غني پر ټاکلي وخت د ټاکنو په ترسره کېدو ټینګار وکړ او ویې ویل، سوله هغه بهیر دی چې مخکې پیل شوی او له هڅو وروسته د سولې خبرې له څنډې متن ته راغلې دي.
هغه وویل، له زیاتو هڅو وروسته سوله له څنډې څخه متن ته راغلې او په هره ناسته کې د سوله غوښتنې غږ او له دغه بهیر څخه د ملاتړ تر سترګو کېږي.
نوموړي زیاته کړه: ((د سولې لپاره تیاری له نن څخه نه دی پیل شوی، بلکې د ملي یووالي د حکومت یوه دوامداره مشورتي پروسه د دې لامل شوې چې دې مهمې مرحلې ته ورسېږي.))
غني دې ته په اشاره چې ټاکنیزو کمېسیونونه له یوه شفاف بهیره تېر شوي او په کار یې پیل کړی، وویل، د قانون له مخې د ټاکنو ترسره کېدل حتمي او لازمي دي او په مالي او امنيتي برخو کې به ټول امکانات ورته برابر شي.
login or register a new account.