کابل (پژواک، ۲۴ حوت ۹۷): د هرات پوليسو يو دوه نيم کلن ماشوم د تښتوونکو له منګولو وژغوره او په تړاو يې دوه تنه چې ښځه او مېړه دي ونيول.
د کورنيو چارو وزارت په فېسبوکپاڼه کې د خپرو شويو معلوماتو له مخې، دغه ماشوم تېره ورځ د هرات ښار له درېيمې ناحيې تښتول شوى و.
د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، ياد ماشوم د پوليسو د هڅو په پايله کې له يوې ورځې په لږ وخت کې له تښتوونکو وژغورل شو او په تړاو يې دوه تښتوونکي چې ښځه او مېړه دي، ونيول شول.
سرچينه زياتوي:"ماشوم تر تښتولو وروسته د هرات د انجيل ولسوالۍ د کارتۀ ګلخانې سيمې په يو کور کې ساتل کېده او پوليسو وکولاى شول چې د دغه کور موقعيت تثبيت او د قضيې عاملان ونيسي. "
دغه وزارت وايي چې نيول شويو کسانو په خپل جرم اعتراف کړى.
دا په داسې حال کې ده چې روانه اونۍ کابل کې دوو تنو د مهسا په نوم يوه شپږ کلنه نجلۍ له تښتولو وروسته ووژله او پوليسو يې په تړاو دغه دوه تنه ونيول.
login or register a new account.