کابل (پژواک، ٢٥ کب ٩٧) : د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت په کابل کې د پاکستان د سفارت استازى ددغه هېواد د لومړي وزير عمران خان د وروستيو څرګندونو په غبرګون کې احضار کړ.
عمران خان پرون د ډيورنډ فرضي کرښې ته څېرمه په باجوړ ايجنسۍ کې د خلکو يوې لويې غونډې ته د وينا پرمهال وړاندوينه کړې وه، چې په افغانستان کې سوله ژر راتلونکې ده.
خو ددې وړاندوينه يې هم کړې وه، چې په افغانستان کې به ډېر ژر يو نوى ښه حکومت رامنځته شي.
د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت له خوا د کب په ٢٥مه، پژواک خبري اژانس ته په يوه را لېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د عمران خان د يادو څرګندونو په غبرګون کې يې نن د پاکستان د سفارت استازى احضار کړى و.
سرچينې زياته کړې، دغه راز د پاکستان د سفارت له مستشار څخه يې د عمران خان د څرګندونو په اړه سپيناوى وغوښت.
په خبرپاڼه کې راغلي، د افغانستان دولت د پاکستان د لومړي وزير څرګندونې په خپلو چارو کې لاسوهنه بولي او په دې اړه يې خپل سخت اعتراض د سفارت استازي ته ورکړ.
د عمران خان څرګندونې د چارواکو ترڅنګ د سياسي مشرانو او افغانانو کلک غبرګونونه هم راپارولي دي.
د مشرانو جرګې مشر فضل هادي مسلميار د پاکستان لومړي وزير عمران خان څرګندونې په کلکه رد او غندلې دي.
هغه زياته کړې، افغانستان په کورنيو او بهرنيو چارو کې پوره خپلواکي لري، په ملي، نړيوالو او سيمه ييزو مسايلو کې د خپلواک نظر او پرېکړو حق لري او هيچاته ددې اجازه نه ورکوي چې په کورنيو او بهرنيو چارو کې لاسوهنه وکړي.
ده زياته کړې : ((موږ د افغان سولې په اړه پخوا هم خپل دريځ او موقف څرګند کړی او بيا هم پرې ټينګار کوو چې موږ باعزته او د بين الافغاني مذاکراتو له مخې سوله غواړو.))
مسلميار وايي، افغانستان خپلواک هېواد دی، خپل اساسي قانون، نظام او ملي اراده لري د سولې په اړه که هر هېواد، هر ادرس او هرڅوک له مخالفينو سره مذاکرات کوي بايد افغان حکومت په کې شتون ولري او زموږ وقار، برم او عظمت په کې وساتل شي.
د هغه په وينا، امريکا که د سولې په پروسه کې له افغان حکومت سره مرسته کوي او يا هم وسله وال طالبان سولې ته چمتو کوي بايد اوسني نظام سره مخامخ خبرې وشي، ځکه دا د خلکو پر رايو او ارادې راغلی نظام دی او بايد غوښتنې او ګډون يې له پامه ونه غورځول شي.
login or register a new account.