کابل (پژواک، ٢٥ کب ٩٧): ولسمشر غني په هغه غونډه کې چې د ملکي تلفاتو د مخنيوي پر طرحه په کې خبرې وشوې، امنيتي ارګانونه د هغو عملياتو پر ارزولو مکلف کړل چې د "ملکي تلفاتو ادعاوې" په کې شوې وي.
دا په داسې حال کې ده چې د ملکي وګړو د خونديتوب او عدالت غوښتنې ګروپ د راپور له مخې، په ٢٠١٨ کال کې څه باندې ٢٦٠٠ ملکي وګړي وژل شوي او نږدې ٤١٠٠ تنه ټپيان دي.
د دغې راپور له مخې، له دغې مرګ ژوبلې څخه څه باندې ٢٧ عشاريه څلور سلنه دولتي ځواکونو، څه باندې ٣٣ سلنه وسله والو طالبانو او څه باندې ١٦ سلنه د داعش ډلې اړولې او د پاتې نورې مسووليت چا پر غاړه نه دى اخيستى.
د ولسمشرۍ ماڼۍ په خبرپاڼه کې راغلي چې په عملیاتو کې د ملکي تلفاتو د مخنیوي په موخه نن (د کب ٢٥مه) د ولسمشر محمد اشرف غني په مشرۍ په ارګ کې غونډه جوړه شوه.
سرچينه ليکي چې په دې غونډه کې د هېواد د امنیتي او دفاعي ارګانونو چارواکو او د غوڅ ملاتړ ماموریت استازو په عملیاتو کې د ملکي تلفاتو د مخنیوي په اړه خپلې طرحې ولسمشر ته وړاندې کړې.
ولسمشرغني د امنیتي او دفاعي بنسټونو چارواکو ته د یادې طرحې د ښه والي په خاطر لارښوونه وکړه ويې ویل:" زموږ موخه صفر ته د ملکي تلفاتو رسول دي."
ده ټينګار کړى چې د ملکي تلفاتو په اړه د معلوماتو نه وړاندې کول د افغانستان د حکومت رهبرۍ او خلکو ته د منلو وړ نه دي.
هغه زیاته کړه، په دغه طرحه کې دې اوږدمهاله ارزونې په پام کې ونیول شي چې سمې پلې شي.
د غني په وينا، ټول امنیتي ارګانونه مکلف دي تر څو د هغو عملیاتو جزئیات چې د ملکي تلفاتو احتمال په کې وي پر وخت له خلکو سره شریک کړي، تر څو په دې اړه د معلوماتي تشې مخنیوی وشي.
دى وايي، ټول امنیتي ارګانونه مکلف دي د هغو عملیاتو جزئیات چې د ملکي تلفاتو ادعاوې په کې شوې وي په اساسي توګه وارزوي او معلومات وړاندې کړي.
login or register a new account.