کابل (پژواک، ۲۶ کب ۹۷): د ولسمشرۍ ټاکنو اوو احتمالي نوماندانو د «مشورتي جرګې» په جوړېدو د افغانستان د خلکو په استازيتوب د سولې په خبرو کې د منځګړيتوب او ګډون غوښتنه وکړه.
د ولسمشرۍ ټاکنو احتمالي نوماندانو فرامرز تمنا، نور رحمان لېوال، غلام فاروق نجرابي، عنایت الله حفیظ، محمد ابراهیم الکوزي، محمد حکیم تورسن او محمد ابراهیم الکوزي نن د دې جرګې د جوړېدو پر مهال وویل، د سولې بهیر مبهم شوی او دوی باید د خلکو په استازيتوب په دې پروسه کې ګډون ولري.
د مشورتي جرګې یاد مهم غړي وايي، دوی د ټولنې له منځه پورته شوي او لاسونه یې د خلکو په وینو نه دي سره او غواړي د مشورتي جرګې په جوړېدو د افغانستان د خلکو په استازيتوب د سولې په خبرو کې ګډون ولري.
د ولسمشرۍ ټاکنو احتمالي نوماند فرامرز تمنا دې ته په اشاره چې تر اوسه د هېواد د سولې خبرو په بهیر کې ملي اجماع نه تر سترګو کېږي، وویل، د ملي اجماع په نه شتون کې سیمه ییزې او نړیوالې اجماع ته رسېدل ناشوني دي او په دې برخه کې به ټولې هڅې بې پایلې وي.
هغه زیاته کړه: ((افغان حکومت د سولې بهیر ګډوډوي، امریکا خپلې ګټې لټوي او طالبانو د سولې خبرو ته جدي نیت نه لري، نو له دې امله دا جرګه جوړه شوې چې په ناستو کې منځګړيتوب وکړي.))
نوموړي د دې په روښانولو چې بهرني لوبغاړي د سولې په بهیر کې خپلې ګټې لټوي وویل، د افغانستان د سولې په بهیر کې که د لوبغاړو شمېر هر څومره زیاتېږي، په هغه اندازه یې ابهامات زیاتېږي.
تمنا زیاته کړه: ((لس کاله مخکې په افغانستان کې د سولې خبرو له پیل وروسته د ناسمو تصمیمونو پر اساس له افغانستانه بیرون ادرسونه او سیمې وټاکل شوې چې د اړوندو هېوادونو تر منځ د ګټو د اختلاف او په افغانستان کې د سولې بهیر د پېچلتیا لامل شو.))
د ولسمشرۍ ټاکنو یاد نوماند د افغانستان په چارو کې د بهرنیو هېوادونو لاسوهنې ته په اشاره د افغانستان په داخلي چارو په ځانګړې توګه د سولې په بهیر کې د بهرنیانو د لاسوهنې د پای ته رسېدو غوښتنه وکړه.
د ولسمشرۍ ټاکنو بل نوماند غلام فاروق نجرابي د سیمې او نړۍ پر هېوادونو نیوکه وکړه او ویې ویل، د ګاونډیو هېوادونو، امریکا او روسیې ترمنځ د ناسمو رقابتونو له امله اوس هره ورځ د افغانانو وینه تویېږي.
د ولسشمرۍ ټاکنو بل نوماند محمد حکیم تورسن له طالبانو سره سولې ته د ارادې د نه لرلو له امله د ملي یووالي پر حکومت نیوکه وکړه او ادعا یې وکړه چې د نظام ننه ځينې کړۍ خپلې ګټې په جګړه کې ویني، له دې امله سولې ته لېوالتیا نه لري.
د ولسمشرۍ ټاکنو بل نوماند عنایت الله حفیظ وویل: ((سر له ننه د افغانستان له خلکو، سیاسي ګوندونو او مدني ټولنې سره په مشوره په جګړه کې له ښکېلو لوریو سره د سولې خبرې پیلوي او نظرونه یې راټولوي او له خلکو سره به یې په اړه جزئیات شریک کړي.))
نوموړي له ولسمشرۍ ټاکنو مخکې د سولې ټينګښت اړین وباله او زیاته یې کړه، د سولې په نه شتون کې به د رڼو او سرتاسري ټاکنو ترسره کېدل ناشوني وي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن