کابل(پژواک، ۱۰ وری ۹۸): د مخابراتي خدمتونو د تنظیم اداره د ۲۰۰ زره ناثبت شوو سیمکارتونو د نیولو خبر ورکوي او وايي، مخابراتي شرکتونه د سرغړونو له امله ۲۵۰ میلیون افغانۍ جریمه شوي دي.
د مخابراتي خدمتونو د تنظیم ادارې (اترا) رییس محمد نجیب عزیزي نن په کابل کې یوې خبري ناستې ته وویل، په تېرو څو میاشتو کې په ټول افغانستان کې مخابراتي فعالیتونه او د سیمکارتونو د وېش شرکتونه په جدي توګه څارل شوي دي.
هغه د ۲۰۰ زره ناثبت شوو سیمکارتونو د راټولولو خبر ورکړ او ویې ویل، د ناثبت شوو سیمکارتونو پلورونکي پېژندل شوي او قانوني چلند به ورسره وشي.
نوموړي وویل، د سیمکارتونو د ثبت لپاره برېښنايي پېژندپاڼې مهمې دي ځکه چې په کاغذي پېژندپاڼو کې په اسانۍ درغلي کېږي.
هغه زياته کړه: ((تر څو چې ټولو هېوادوالو ته برېښنايي پېژندپاڼې ونه وېشل شي موږ دا ادعا نه شو کولای چې د سیمکارتونو ثبت به تل دقیق وي.))
نوموړي ۹۹۹ او ۹۹۸ شمېرو ته د بې لګښته اړیکو ټینګول، مخابراتي شبکو ته په هره اوونۍ کې د درېیو اړیکو څخه پنځو ته د وړیا اړیکو زیاتول، د فعالېدو او غیر فعالېدو بشپړ وضاحت او پېرېدونکو ته د کڅوړو د لګښت په اړه معلومات د دې ادارې د وروستیو اقدامونو لاسته راوړنې وبللې.
دغه راز نوموړي د پېرېدونکو له خوا د فعالو شوو کڅوړو تر خلاصېدو وروسته د انټرنټ د بیو د ټيټېدو خبر ورکړ او ویې ویل، مخکې به د میاشتنیو کڅوړو تر خلاصېدو وروسته د هر ام بي انټرنټ بیه ۱۰ افغانۍ وه خو د (Pay as you go) سیمستم پر اساس دغه بیه یوې افغانۍ ته را ټيټه شوې ده.
د ده په خبره، مخابراتي شرکتونه مکلف شوي چې هر میاشت د خپلو وړاندیزونو لګښتونه او د فعالېدو او غیر فعالېدو طریقې د دوو لیکلو پیغامونه په بڼه خپلو ټولو پېرېدونکو ته واستوي او حق نه لري چې د پېرېدونکو له خوښې پرته وړاندیزونه فعال کړي.
عزیزي دې ته په اشاره چې مخابراتي شرکتونو ژمنه کړې چې په روان کال کې به د انټرنټي خدمتونو د کیفیت د ښه کېدو لپاره د اړوند شبکو او له فریکانس څخه د استفادې په برخه کې پانګونه کوي زیاته کړه: ((موږ په پام کې لرو چې د شفافې داوطلبۍ له لارې په بېلا بېلو بانډونو کې ۱۰۰MHz فریکانس مخابراتي شرکتونو ته ځانګړى کړو څو کیفیت له درېیم نسل (3G) څخه څلورم نسل (4G) ته بدل شي.))
login or register a new account.