ژبه

ازبکستان د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ د خبرو کوربه توب ته چمتووالى وښود

کابل (پژواک، ۱۱ وری ۹۸): د ازبکستان لوړپوړی پلاوی وایي، که طالبان له افغان حکومت سره مستقیمو خبرو ته چمتو شي، دوی تیار دي په سمرقند کې د دغو مذاکراتو کوربه توب وکړي.

له ارګه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د افغانستان ولسمشر محمداشرف غني نن له غرمې مخکې په ارګ کې د ازبکستان له لوړپوړي پلاوي سره چې د دغه هېواد د ملي امنیت سلاکار ویکتور محمودوف او د بهرنیو چارو وزیر عبدالعزیز کاملوف هم په کې شامل وو، وکتل.

سرچینه زیاتوي، په دې کتنه کې دواړو لورو د سولې، سیمه ییز اتصال، د دواړو هېوادونو ترمنځ  د بنسټيزو پروژو، سوداګرۍ، ترانزیټ، سیمه ییزو مسایلو او اقتصادي اړیکو د پراختیا په اړه خبرې وکړې.

د خبرپاڼې له مخې، ازبکستاني پلاوي ويلي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې د بل هر وخت په پرتله ښې شوې او د دواړو هېوادونو ګډې بنسټيزې پروژې کولاى شي دغه اړيکې نورې هم پراخې کړي.

سرچينه ليکي چې دغه پلاوي د افغانستان حکومت له ټولو پروګرامونو، په ځانګړي ډول د افغان حکومت په رهبرۍ او مالکیت د سولې له پروسې ملاتړ کړى، ويلي يې دي چې که طالبان له افغان حکومت سره مستقیمو مذاکراتو ته چمتو شي، ازبکستان چمتو دی په سمرقند کې د دغو مذاکراتو کوربه توب وکړي.

ولسمشر غني د سولې مذاکراتو ته د ازبکستان د کوربه توب د چمتووالي قدرداني کړې او ويلي يې دي چې  سمرقند د دواړو هېوادونو ګډ فرهنګي میراث دی.

دا په داسې حال کې ده چې طالبانو ويلي له افغان حکومت سره خبرې نه کوي، خو چمتو دي چې له افغان سياسيونو سره خبرې وکړي.

طالبانو تر اوسه پنځه ځله له امريکايانو سره د سولې په تړاو خبرې کړې دي.

محمد اشرف غني له ازبکستاني پلاوي سره په کتنه کې په ټولو په ځانګړي ډول د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي او زېربنایي پروژو د پلي کېدو او چټکتیا په برخو کې د ازبکستان د مثبت رول قدرداني کړې ده.

غني ويلي: "په سیمه کې د ګډو همکاریو پر زیاتولو جدي تمرکز موجود دی او دغه کار په سیمه کې د ثبات د ایجاد لامل ګرځي."

په خبرپاڼه کې راغلي چې  کابل ته د ازبکستان راغلی پلاوی به د کانونو د را ايستلو، نساجۍ، د ګمرکي معلوماتو د تبادلې او امنیتي موضوعاتو په برخو کې د افغانستان له اړوندو چارواکو سره د همکارۍ سندونه هم لاسلیک کړي.

login or register a new account.