کابل (پژواک، ۱۹ وری ۹۸): د سولې مشورتي لویې جرګې د ځوانانو حق غوښتنې کمېسيون په دغې جرګه کې د ځوانانو د ګډون لپاره د ښکاره طرزالعمل نه شتون له امله اعتراض وکړ.
د دې کمېسيون مشر سنګر امیرزاده په نننۍ اعتراضیه غونډه کې وویل چې د ۱۳۹۷ کال د کب مياشتې په پيل کې د سولې شورا د دارالانشاء مشر عمر داوودزي په لارښوونه د افغانستان د ځوانانو ټولنو د همغږۍ او د سولې مشورتي لويې جرګه کې د ځوانانو د ګډون لپاره د ځوانانو کمېټه جوړه شوه.
ده زیاته کړه، وروسته له پنځوس ورځو کار څخه دغه کمېټه د دې ترڅنګ چې د سولې شورا له خوا لغوه شوه، په ياده شوې جرګه کې ځوانانو ته هیڅ ډوله برخه ورنه کړل شوه.
د هغه په وینا، دغه موضوع يې څو ځله د يادې جرګې له تنظيموونکو سره شریکه کړې، خو هغوی تر اوسه پورې په دې اړه کوم مثبت ګام نه دى اخيستى.
د نوموړي د معلوماتو په اساس، په ياد شوي کمېسيون کې د سولې مشورتي لويې جرګې د يادې شوې کمېټې غړي او د لسګونه ټولنو استازي غړيتوب لري او نن يې په دې تړاو اعتراضيه غونډه وکړه، ترڅو په جرګه کې د ځوانانو برخه معلومه شي.
د سولې مشورتي لویه جرګه د روان لمریز کال د غويي میاشتې په ۹مه نېټه په کابل کې د لویې جرګې خېمې په تالار کې له ټول هېواد څخه د ۲۵۰۰ تنو په ګډون جوړېږي.
د افغان ويندويانو ټولنې مشر عبدالهادي دبير په نننۍ اعتراضيه غونډه کې وويل، د سولې مشورتي لويه جرګه کې د ٦٨ ځوانانو غړيتوب په پام کې نيول شوى دى، چې د ټاکلو مسووليت يې هم د ولسمشرۍ ماڼۍ او د ځوانانو چارو معينيت په غاړه لري.
دى زياتوي: "په دغو ځوانانو کې هغه کسان ټاکل کېږي چې د ځوانانو معینیت او یا ولسمشری ماڼۍ کې څوک وپېژني."
د ده په خبره، نوي ځوان نسل تل قرباني ورکړې او ځوانان په هغه وخت کې د يادې شوې مشورتي لويې جرګې ملاتړ کوي چې د دوى برخه معلومه شي؛ که يې ونډه معلومه نه شي، دغه کمېسيون به خپل اعتراض ته دوام ورکړي.
login or register a new account.