ژبه

دټاکنو کمېسيون لنډ مهاله کارکوونکو ته چې اسناد يې تصديق وي، حق الزحمه ورکول کېږي

کابل (پژواک،۲۰ وری ۹۷): په داسې حال کې چې د ټاکنو کمېسیون یو شمېر لنډمهاله کارکوونکي د خپلې حق الزحمې د نه ترلاسه کولو څخه شکایت کوي، خو کمېسیون وايي چې د تصدیقي او پوره اسنادو د نه شتون له امله یې تر اوسه پیسې نه دي ورکړل شوې.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون لسګونه لنډمهاله کارکوونکي چې زیاتره یې د دولت مامورین دي، پژواک خبري اژانس ته ویلي، له شپږو میاشتو راهیسې یې هغه امتیازات نه دي ترلاسه کړي چې له دوی سره یې ژمنه شوې ده.

د کابل ولایت د پغمان ولسوالۍ په «عبدالجان شهید» ښوونځي کې د ټاکنو کمېسیون لنډمهال کارکوونکي استاد احمد بلال افضلي د هغو امتیازاتو له نه تر لاسه کولو څخه شکایت کوي چې د ټاکنو کمېسیون یې له دوی سره ژمنه کړې وه او ویې ویل، د پغمان ولسوالۍ د رایې ورکولو په ۲۵ مرکزونو کې لسګونه لنډمهاله کارکوونکي جذب شوي وو، خو تر اوسه یوه ته حق الزحمه نه ده ورکړل شوې.

نوموړي زیاته کړه: ((د ټاکنو خپلواک کمېسیون ژمنه کړې وه چې د ټاکنو په ورځ به د صندوق مامور ته څلور زره، د محل رییس ته اته زره او د مرکز مدیر ته شاوخوا ۱۸ زره افغانۍ معاش ورکوي، خو اوس یو ځل د بودیجې نه شتون او بل ځل د ټاکنو به کمېسیون کې اختلافات پلمه کوي او زموږ پیسې نه راکوي.))

د کابل د خاکجبار ولسوالۍ د ملاعمر ابتدایې د سایټ عمومي مدیر مسعود حقمل وویل، د ټاکنو په ورځ د ملي بهیر د مخته وړلو لپاره له ګواښونو سره پر مخامخ کېدو سربېره هم خپلو دندو ته حاضر شو او دغه بهیر يې مخ ته یووړ، خو له بده مرغه تر اوسه يې حق الزحمه نه ده ورکړل شوې.

هغه په یاد سايټ کې د کارکوونکو شمېر ۳۶ کسان وښوده او زیاته یې کړه: ((موږ خپل ټول اسناد د خاکجبار ولسوالۍ عمومي مسوول چې تخلص یې «هدف» و، تسلیم کړل، خو تر اوسه له شپږو میاشتو ډېر وخت وشو چې خپل معاشونه مو نه دي ترلاسه کړي.))

نوموړي پر ټاکنو کمېسیون جدي نیوله وکړه او ویې ویل، هره ورځ ورسره کارکوونکي د خپلو حق الزحمو د ترلاسه کولو لپاره اړیکې نیسې او د خپلو امتیازاتو غوښتنه کوي، خو نه پوهېږي چې دوی ته څه ځواب ورکړي.

حقمل د ټاکنو له کمېسیونه وغوښتل چې ژر تر ژره دې د ولسي جرګې د تېرو ټاکنو د کارکوونکو امتیازات ورکړي او دى (حقمل) دې له جنجاله خلاص کړي.

خو د ټاکنو کمېسیون مالي او اداري رییس ډاکتر دین محمد شکېب وویل، د تصدیق شوو اسنادو د نه لرلو له امله تر اوسه د ولسي جرګې د ټاکنو د یو شمېر لنډمهالو کارکوونکو معاشونه نه دي ورکړل شوي دي.

هغه روښانه کړه، دغه ستونزه نه یواځې په کابل، بلکې په نورو ولایتونو کې هم شته او د ولایتونو مسوولینو ته هدایت ورکړل شوی چې ژر تر ژره د لنډمهالو کارکوونکو تصدیق شوي اسناد له مرکزي دفتر سره شریک کړي چې د دوی د امتیازاتو د ورکړې په برخه کې اقدام وشي.

ده زیاته کړه، ولسمشر په ټاکنو کې د درغلۍ د مخنیوي او روڼتیا لپاره امر کړی چې د ښوونځيو له استادانو دې د ولسي جرګې په ټاکنو کې رضاکارانه کارکوونکو په څېر استفاده وشي.

د ده په خبره، د ملګرو ملتونو د سازمان د پراختیايي پروګرام د ټاکنو په برخه کې د زده کړو لپاره لنډ مهالو کارکوونکو ته یوه اندازه پیسې په پام کې نیولې دي چې هغه هم د اسنادو لکه پېژندپاڼې، بانکي شمېرې، د ټاکنو د ورځې حاضرۍ او د اړیکې شمېرې په اساس ورکول کېږي.

login or register a new account.