کابل (پژواک، ۲۲ وری ۹۸): د ټاکنو د څار بنسټونه د ولسي جرګې د وروستیو پایلو د نه اعلانېدو له امله اندېښنه څرګندوي او وايي، د ټاکنو کمېسیون باید د سولې د مشورتي لویې جرګې تر جوړېدو مخکې د پاتې ولایتونو د ولسي جرګې د ټاکنو وروستۍ پایلې اعلان کړي.
د څار دغه بنسټونه د سولې په مشورتي لویه جرګه کې د خلکو د هغو رښتینو استازو ګډون چې د پاکو رایو په وسیله ولسي جرګې ته بریالي شوي دي، حتمي او اړین بولي.
په افغانستان کې د ازادو او عادلانه ټاکنو د بنسټ (فیفا) اجرایوي رییس محمد نعیم اصغري نن په کابل کې د خبري ناستې پر مهال د ولسي جرګې د ټاکنو د وروستیو پایلو پر ځنډېدو نیوکه وکړه او ویې ویل، د ټاکنو خپواک کمېسیون باید د سولې د مشورتي لویې جرګې له جوړېدو مخکې د پاتې ولایتونو د ټاکنو وروستۍ پایلې اعلان کړي.
نوموړي د ملي شورا د غړو په نه شتون کې د لویې جرګې جوړول د قانون روښانه نقض او یوه جدي ستونزه وبلله او زیاته یې کړه، د پاتې ولایتونو د ولسي جرګې د ټاکنو وروستۍ پایلې دې ژر تر ژره اعلان شي څو د قانون پر اساس د لویې جرګې غړي پوره شي.
د اساسي قانون په ۱۱۰ مه ماده کې چې لویې جرګې ته ځانګړې شوې راغلي، لویه جرګه د افغانستان د خلکو د ارادې څرګندولو تر ټولو لوړ ځای دی چې د ملي شورا له غړو، د ولایتي او ولسوالیو شوراګانو له رییسانو څخه جوړ شوی دی. دغه راز په یاده ماده کې راغلي چې وزیران، د سترې محکمې او لویې څارنوالۍ رییس او غړي هم کولای شي د رایې له حق پرته د لویې جرګې په ناستو کې ګډون وکړي.
د افغان ښځو لپاره د بشر حقونو د ښوونیز مرکز (THRA) رییس روشن څېړن د سولې او ټاکنو بهیر لازم او ملزوم بولي او وایي، د سولې خبرې باید پر راتلونکو ټاکنو منفي اغېز ونه کړي.
نوموړي د ټاکنیزو کمېسیونونو ترمنځ پر نه همغږۍ نیوکه وکړه او ویې ویل، خپله اړوند چارې له سستۍ مخته بیايي چې له امله یې د پاتې ولایتونو د ولسي جرګې وروستۍ پایې ځنډېلې دي.
څېړن پر ټاکنو بهیر د باور بیا رامنځته کول د ټاکنیزو کمېسیونونو دنده وبلله او ویې ویل، د ټاکنیزو کمېسیونونو غړو تر اوسه خپل لومړيتوبونه نه دي مشخص کړي.
د دوی له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، مقننه قوه د افغانستان له درې ګونو قوو څخه شمېرل کېږي چې نه یواځې د قانون قانون جوړلو سربېره په حاکمیت کې د خلکو استازيتوب او د دوی د ارادې تمثیل هم پر غاړه لري چې له بده مرغه نن دغه قوه فلج ده.
د خبرپاڼې په حواله، د ملي یووالي حکومت په دې مشورتي جرګه کې په انفرادي ډول د ملي شورا یواځې څو غړي ټاکل دي، له دې امله د ټاکنو کمېسیون باید ژر تر ژره د پاتې ولایتونو د ولسي جرګې د ټاکنو د وروستیو پایلو په اړه خپلواک تصمیم ونیسي او د سولې له مشورتي جرګې مخکې د ملي شورا د پرانیسې فرصت رامنځته کړي.
د بنسټونو به خبرپاڼه کې راغلي، د اساسي قانون د «۱۵۶» مې مادې پر اساس، له استثنا پرته په هر ډول ټاکنو څار د ټاکنو د خپلواک کمېسیون دنده ده، خو حکومت د یاد کمېسیون په ګوښې ته کولو سره د سولې د مشورتي لویې جرګې غړي د غیرقانوني بنسټونو له خوا ټاکلي چې دغه ډول اقدام د اصلي بنسټونو د خنثی کولو لپاره هڅه ده او په دې تړاو د ټاکنو کمېسیون چپ پاتې کېدل پوښتنې راولاړوي.
د اساسي قانون په ۱۵۶ مه ماده کې راغلي، د ټاکنو خپلواک کمېسیون د هر ډول ټاکنو د څار او ادارې لپاره د قانون مطابق په هېواد کې د خلکو د عمومي رایو پر اساس جوړېږي.
login or register a new account.