کابل (پژواک، ٢٨ ورى ٩٨) : د ملګرو ملتونو د يوناما دفتر وايي، چې د افغانستان په زندانونو کې شکنجه کمه شوې، خو په دې برخه کې نور کار ته اړتيا شته.
دغه څرګندونې په هغه راپور کې شوي، چې د وري په ٢٨مه، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د يوناما دفتر له خوا خپور شوى دى.
په راپور کې زياته شوې، له ۲۰۱۶ کال راهیسې د شکنجو په قضیو کې د پام وړ کموالی راغلى خو د هغه لوړ شمېر بنديانو په اړه اوس هم اندېښنه شته، چې په پرله پسې توګه د شکنجې او بد چلند راپور ورکوي.
په دې راپور کې زياته شوې، د شخړو اړوند نږدې درېیمه برخه توقیفیانو سره ترسره شوو مرکو موثق او باوري معلومات څرګندوي چې دوی له شکنجې یا بد چلند سره مخ دي.
سرچينې زياته کړې، په دغه راپور کې د افغانستان د ۲۸ ولایتونو په ۷۷ توقیف ځایونو کې له ۶۱۸ توقیف شويو کسانو سره مرکې شوې چې د ۲۰۱۷ کال د جنورۍ له لومړۍ نېټې څخه د ۲۰۱۸ کال د ډسمبر تر ۳۱ مې پورې ترسره شوې دي.
د يوناما راپور کې ويل شوي، د حکومت له خوا د شکنجې د له منځه وړلو په اړه د افغانستان ملي پلان په پلي کولو کې پرمختګ تاییدوي او په ګوته کوي چې د هېواد په مختلفو امنیتي ادارو کې د شخړو اړوند توقیف شويو کسانو سره په بد چلنۍ او شکنجې ورکولو کې کموالی ددې قانون د پلي کیدو څرګندې پایلې دي.
سرچينې زياته کړې، په ټولیز ډول، د افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو په توقیف ځایونو کې، د هغو توقیفیانو له جملې څخه چي مرکې ورسره شوي، ۳۲ سلنه توقیف شويو د شکنجې او بد چلند رپورټ ورکړی، په داسې حال کې چې د تېر ۲۰۱۵ کال د جنورۍ له لومړۍ څخه د ۲۰۱۶ کال د ډسمبر تر ۳۱ مې پورې په ورته موده کې دا سلنه ۳۹ وه.
يوناما ويلي، دا کمښت په ۲۰۱۸ کې ډیر په ګوته شوی. په ځانګړې توګه، د ملي امنیت په تاسیساتو کې د مرکه شویو کسانو دشکنجې او بدچلنۍ مخنیوی په ۲۰۱۸ کال کې له ۲۹ سلنې څخه ۱۹ سلنې ته راښکته شوی.
په راپور کې راغلي، د شخړې اړوند بندیان چې د افغان ملي پولیسو له خوا نیول شوي دي، د هغو کسانو تناسب چې د شکنجې یا بدچلند راپور ورکړی د تېر راپور ورکولو دورې په پرتله له ۴۵ سلنې څخه۳۱ سلنې ته راټیټ شوی. ځوانان د بدچلندۍ له زیات خطر سره مخ وو.
يوناما ويلي، په داسې حال کې چې د قضیو په شمېر کې کمښت هڅونکی دی، راپور یادونه کوي چې" شکنجې یا ناوړه چلند کې د پام وړ کمښت نه دی راغلی چې وښيي ترسره شوي اقدامات بسنه کوي." وهل ټکول د شکنجې او ناوړه چلند تر ټولو معموله بڼه ښودل شوې ده. ډیری توقیف شويو کسانو ویلي چې دوی ددې لپاره شکنجه یا ورسره بدچلند شوی ترڅو دوی اعتراف ته مجبور کړي او له اعتراف وروسته ورسره بدچلني دریدلې.
په راپور کې راغلي، د توقيف ځايونو موقعیت ته په کتو، لوی توپیرونه شتون لري. په منځنۍ توګه، د افغان ملي پولیسو ۳۱ سلنه توقیف ځایونو څخه د شکنجې یا بدچلند راپور ورکړل شوی، په داسې حال کې چې په کندهار کې د ملي پولیسو توقیف ځای کې د شکنجې د وحشیانه ډولونو، لکه خپکۍ کولو، برقي شاکونو، له تناسلې آلې څخه د راښکلو او د کوټې له چت څخه د را ځوړندولو په ګدون ۷۷ سلنه د اندېښنې وړ شکنجې ادعاوې شوي دي.
يوناما ويلي، چې دغه راپور د دولت ضد عناصرو له خوا د جګړې اړوند توقیف شويو کسانو د حالت او له هغوی سره د چلند په اړه بحث نه کوي.
login or register a new account.