ژبه

د ولسي جرګې ټاکنو د پکتیا ولایت وروستۍ پایلې اعلان شوې

کابل(پژواک، ۸ غويى ۹۸): د ټاکنو خپلواک کمېسيون د پکتیا ولایت د ولسي جرګې د ټاکنو وروستۍ پايلې اعلان کړې، خو تراوسه د کابل ولایت د ټاکنو پايلې نه دي اعلان شوې.  

د ټاکنو د خپلواک کمېسيون  لخوا د غویي په ۸مه، په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې محمد ابراهیم غښتلی، داکتر یار باز خان حميدی ، نصیب مقبل،  سید حسن ګردیزی او راضیه سعادت منګل بريالي اعلان شوي.

د ولسي جرګې ټاکنې د تېر کال د تلې په ۲۸مه او ۲۹مه په ۳۲ ولایتونو او د لړم په پنځمه په کندهار ولایت کې ترسره شوې؛ خو دا ټاکنې د ځینو مواردو او مخالفتونو شتون له امله په غزني ولایت کې ترسره نه شوې.

login or register a new account.