ژبه

غني: جهاد او مجاهد ته په سپکه کتل د منلو نه ده

کابل (پژواک، ٨ غويى ٩٨): ولسمشر اشرف غني وايي، جهاد او مجاهد ته په سپکه سترګه کتل، خپلو نیکونو ته په سپکه کتل دي او دا هیڅ وخت موږ او ټولنې ته د منلو وړ نه دي.

نوموړي دغه خبرې نن په ارګ کې د مجاهدينو د بري د ٢٧مې کاليزې په مناسبت جوړې شوې غونډې ته وکړې.

ده وويل، د افغانستان د جهاد برياليتوب په اسانه نه دى ترلاسه شوى، له مادي اړخه د ٢٢٠ ميليارد ډالرو، يونيم ميليون شهيدانو او ميليونونو کډوالو لګښت يې لرلى دى.

ده زياته کړه، يوه مسئله چې ښکاره ده، هغه دا چې نړۍ د غويي له اتمې وروسته، د افغانستان لپاره لږ همکارۍ هم ونه کړه.

ده وويل، د غويي د اتمې بريا د دېرشمې کاليزې نمانځلو لپاره به يو کمسيون وګوماري ترڅو په دې اړه سر له اوسه لاس په کار شي.

د نوموړي په خبره، زموږ دولت د افغانستان اسلامي جمهوريت دى، زموږ په قاموس کې له اسلامي جمهوريت څخه د باندې هيڅ سياسي فکر نشته، زموږ قوت زموږ په اسلامي عقيده او وحدت کې دى.

هغه زياته کړه، اړينه ده چې اوسمهال هم له خپل تېر وخت څخه درس واخلو او هم د نورو هېوادونو له تجربو څخه استفاده وکړو او له همدې مخې يو له بل سره بايد د مفاهمې له لارې خبرې وکړو. وروسته له دې به د افغانستان هره دېره او بانډه کې د سولې بحث وي.

د ده په وينا، سوله په ولس پورې تړلې او ان شاءالله چې تلپاتې او باعزته سوله راتلونکې ده او د دې لپاره بايد لومړى الله تعالى او بيا د ولس نيت، غوښتنو او ارادې ته تسليم شو.

دى وايي، ضرورت دى چې له ټول افغانستان څخه واورو چې د جګړې بيه څه ده، له همدې امله سرتاسري مشورې ته اړتيا لرو، سوله په يوه ورځ نه شي راتلى، خو د ملي يووالي حکومت د سولې زمينه برابره کړې ده.

ولسمشر غني دغه راز د ولسمشرۍ له ټولو نوماندانو وغوښتل چې د رڼو ټاکنو ترسره کېدو لپاره هڅه وکړو، ترڅو تاريخي ټاکنو ولرو.

په دې مراسمو کې جهادي مشر او د حزب اسلامي امير ګلبدين حکمتيار بيا وويل، ځینی خلک فکر کوي چې د غويي اتمه د بریا ورځ ده، خو دا د یوه بل جنګ لپاره پيلامه وه.

د ده په خبره، د اقتدار درلودل ځينو مجاهدينو ته بريا ښکارېده، خو د اقتدار له درلودو سره سره اوس هم دوى ناکامه دي. که مو په هغې ورځ د هېواد جوړولو لپاره هڅه کړې واى، نو نن به د مجاهدينو د بريا ورځ واى.

login or register a new account.