ژبه

په کابل کې د لارو بندښت له امله يوه ماشوم پر لاره ساه ورکړه

کابل (پژواک، ٨ غويى ٩٨): د سولې مشورتي لویې جرګې ته د امنیتي تدابیر او لارو بندښت له کبله یوه ماشوم روغتون ته پر لار ساه ورکړه.

ټاکل شوې سبا د کابو ۳۰۰۰ کسانو په ګډون د سولې مشورتي لویه جرګه په کابل کې پيل شي.

د لویې جرګې خېمې ته ورغلي سړکونه یا تړل شوي او یا هم خلک اړ دي، چې د پلټنې په پوستو کې ساعتونه تم شي، چې دغې چارې د یوه نوي زېږېدلي ماشوم ژوند واخیست.

د ماشوم پلار غلام رضا وايي، ماشوم يې اکسیجن ته اړتیا درلوده، خو لارې او واټونه تړل شوي وو، نو ځکه يې ماشوم په لاره کې مړ شو.

د ماشوم نیکه سردار وایي، دوى د خپل ماشوم د ژوندي پاتې کېدو لپاره ډېرې هیلې لرلې.

که څه هم په کابل کې د لویو غونډو لپاره امنیتي تدابیر سختیږي او ځينې سړکونه د خلکو پر مخ تړل کېږي؛ خو ښاریان بیا وايي چې په دغو ورځو کې له سختو ستونزو سره مخامخ وي، نو حکومت باید خلکو ته اسانتیاوې برابرې کړي.

د کابل ښار د باغ بالا سيمې اوسېدونکي وایي، چې د لارو بندښت او زياتې تالاشي د خلکو د ځورېدو لامل کېږي.

د هغوى په وينا، د باغ بالا او کارته پروان سيمو خلک نه شي کولاى له خپلو کورونو څخه راووځي او که راوځي هم، نو د ډېرو لار بنديو او پلټنو له امله نه شي کولاى په ټاکلي وخت خپل چارو او موخو ته ورسېږي.

login or register a new account.