کابل (پژواک، ١٣ غويی ٩٨): ولسمشر محمد اشرف غني وايي چې د سولې مشورتي لویې جرګې پرېکړه لیک به د افغان دولت د لارې نقشه او د عمل پروګرام وي.
دغه څرګندونې ولسمشر محمد اشرف غني نن له غرمې مخکې د سولې مشورتي لویې جرګې په اختیامیه غونډه کې وکړې.
غني وویل، نن تاسو افغان ملت ته یوه ستره خزانه ورکړه، دا پرېکړه لیک نه، بلکې د افغان دولت د لارې نقشه او د عمل پروګرام دی.
ولسمشر زياته کړه، د سولې غوښتنه د نظام استحکام دی، د ولس محوره نظام استحکام، د کابل د وقار ساتلو استحکام او د پلرني کور په توګه د افغانستان استحکام د هر افغان هیله ده.
غني څرګنده کړه، په حقیت کې ۳۲۰۰ استازو د دې خاورې د ۳۱ میلیونه انسانانو غږ پورته کړی چې له قید او شرط پرته سوله د دغه ملت اړتیا ده او طالب ته یې په اسلام او افغانیت لوړه ورکړې چې له تاوتریخوالي لاس پر سر او په ابادۍ کې ونډه واخلي.
ولسمشر وویل: ((زه پر طالبانو غږ کوم چې جنګ مو وکړ، کله بریالي شوئ او کله هم بریالي شوو، کله موږ ماتې وخوړه او کله تاسو ماتې وخوړه، خو پایله یې دا ده چې د دغه وطن تر ټولو بېوزله خلک په عذاب دي او سوله غواړي.))
د هېواد ولسمشر وویل، سوله ستاسې (طالبان) او یا د افغانستان اسلامي جمهوري نظام د تر پښو لاندې کولو په معنا نه ده؛ د سولې معنا د افغانستان شموله نظام تر سیوري لاندې پر سوله ییز ژوند او مشترکه وجوه پانګونه ده چې ستاسې د عزت ضمانت به وکړي.
غني وویل: ((زه مشورتي لویې جرګې او د روژې مبارکې میاشتې ته په درناوي، د حسن نیت او د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت د دوستانه حرکت په توګه غواړم، ۱۷۵ طالبان چې له کلونو راهیسې بندیان دي، له زندان څخه خلاص کړم.))
د هېواد ولسمشر څرګنده کړه: ((افغان ملت ته زما پیغام دا دی چې زموږ د سولې غږ په قوت او عدالت او زموږ د امنیتي او دفاعي ځواکونو په قربانیو او سرښندنو ولاړ دی. دغه راز زموږ د سولې غوښتنې غږ پر ملي ارزښتونو او د افغانانو پر لاسته راوړنو ولاړ دی.))
هغه زیاته کړه چې دغه غږ زموږ پر اقتصادي لیدلوري ولاړ دی او موږ باوري یو چې سوله ټولو ته ګټه او تاوتریخوالی ټولو ته زیان رسوي.
د سولې تر ټولو لویه تحفه به موږ ته په هېواد کې میلیاردونه ډالره داخلي او بهرنۍ پانګونه وي، بیا به مو ځوانان اړ نه وي چې د کار لپاره بهرنیو هېوادونو ته سفر وکړي او هلته شاقه کارونه قبول او یا له وطن څخه تېښته وکړي.
ولسمشر غني وویل: ((زه پر طالبانو غږ کوم که تاسې په هره پلمه جنګ کوئ، نتیجه یې مصیبت او بدبختي ده، نه خوشالي. انتخاب بیا هم له تاسو سره دی چې د ملت په خوشالۍ کې ځان شریکوئ او که ملت ته د لا زیات غم او درد وسیله جوړېږئ، طالبانو ته وایم، ایا تاسې کله هم له خلکو پوښتنه کړې چې څه غواړي؟))
login or register a new account.