کابل(پژواک، ١٩ غویی ٩٨): د ټاکنو کمېسیون د انلاین ټاکنو د ترسره کېدو لپاره د هڅو خبر ورکوي او وايي، د دغه سیستم په عملي کېدو به راتلونکې ټاکنې له درغلۍ پاکې او پایلې یې تر ۴۸ ساعتونو اعلانېږي؛ خو د ټاکنو څارونکي بنسټونه د ځینو لاملونو له امله د ټکنالوجۍ څخه استفاده په ټاکنو کې د ستونزو د رامنځته کېدو لامل ګڼي.
د ټاکنو کمېسیون مرستیال ویاند ذبيح الله سادات پژواک خبري اژانس ته وویل، د تېر کال د ولسي جرګې په ټاکنو کې د درغلیو د موجودیت په اړه له اندېښنو وروسته کمېسیون هڅه کوي څو داسې نوې لار پیدا کړي چې له مخې یې په ټاکنو کې د درغلۍ او سرغړونو مخه ونیسي.
نوموړي زیاته کړه، د هغه سیستم د عملي کېدو لومړنۍ مرحلې تر کار لاندې دي چې وکولای شي له ټاکنیزو کمېسیونونو سره د ټاکنو په ترسره کېدو کې مرسته وکړي.
هغه وويل، په تېرو ټاکنو کې د رایې ورکوونکو د نوم لیکنې پر مهال د یوه کس ځانګړتیاوې لکه، نوم، د پلارنوم، عمر، د ګوتې نښه، بشپړ ادرس، جنسیت او د رایې ورکولو مرکز رسېدلو، خو په راتلونکو ټاکنو کې د یادو مواردو علاوه، د انځور اخیستل، د لسو ګوتو نښاني، او د پېژندپاڼې پر شا د بارکود رسول لازمي دي.
هغې د دې په ويلو سره چې په ټاکنو کې له بایومټریک سیستم څخه استفادې کوم ځانګړی بدلون نه دی رامنځته کړی زیاته کړه، یوازې نرم افزار یې بدلون مومي او له سرور سره وصل کېږي.
سادات په ډاګه کړه: ((انلاین داسې دي چې د ټاکنو په ورځ د رایې ورکوونکو استفاده شوې رایې په خپل سري توګه سرور ته انتقالېږي او له مخې یې کولای شو ډېر ژر (تر ۲۸ ساعتونو) د ټاکنو لومړنۍ او وروستۍ پایلې اعلان کړو.))
نوموړي دې پوښتنې ته په ځواب کې چې په لرې پرتو سیمو کې چې انټرنېټ فعالیت نه کوي څه ډول ماشینونه له انټرنېټ سره وصلوي؟ وویل، هڅه کېږي چې له سرور سره د ماشینونو د وصلولو لپاره په ټول افغانستان کې د فضا له لارې انټرنېټ خپور شي.
نوموړي دې پوښتنې ته په ځواب کې چې د بایومټریک ماشینونو پېچلي سیستم ته په کتو به ممکن د ښوونځیو ښوونکي په څو محدودو ورځو کې د رایې ورکوونکو د نوم لیکنې لپاره بایو مټریک سیستم زده کړي؟ زیاته کړه: «د قانون له مخې دا ځل اړ نه یو چې په راتلونکو ټاکنو کې له دولتي کارکوونکو څخه استفاده وکړو او له همدې امله مو لاس خلاص دی او کولای شو پوه کسان جذب کړو.»
د افغانستان د رڼو ټاکنو د بنسټ (فیفا) مسوول محمد نعیم ایوب زاده هم په راتلونکو ولسمشرۍ ټاکنو کې د ټکنالوجۍ له بستې څخه استفاده د اندېښنې وړ وبلله او ویې ویل، که څه هم د ټکنالوجۍ له بستې څخه استفاده د ټاکنو د روڼوالي او د وخت له ضایع کېدو څخه د مخنیوي لامل کېږي، خو ولسمشرۍ ټاکنو ته پاتې کم وخت ته په کتو له ټکنالوجۍ څخه استفاده راتلونکې ولسمشرۍ ټاکنې له ستونزو سره مخ کوي.
هغه زیاته کړه، په ټاکنو کې له ټکنالوجۍ څخه استفاده څو اساسي عناصر «له ټکنالوجۍ څخه د ټولنیزې بیستر او په بېلابېلو کاري کچو د ظرفیتي توانمندیو څخه استفاده، د معلوماتو مدیریت، د تدارکاتو موضوع، له ټکنالوجۍ څخه د استفادې حقوقي بستر» ده خو له بده مرغه شرایط په تمامه معنا برابر نه و، حتی نړیوالو همکارانو هم څو ځله په دې اړه اندېښنه ښکاره کړه.»
نوموړي د ټاکنو په ټولو مرحلو کې له ټکنالوجۍ څخه استفاده ناممکنه وبلله او ویې ویل، په ټاکنیزو کمېسیونونو کې د لازم ظرفیت د نه شتون له امله له بایومټریک سیستم څخه د استفادې مدیریت، لوجستیک، لازمه بودیجه، د ډېټا مدیریت د کمېسیون له وړتیا لوړ دي او باید ټينګار پرې ونه کړي.
ایوب زاده ټاکنیز کمېسیونونه پر مدیریتي کمزورتیا تورن کړل او زیاته یې کړه: ((د تجربې او مدیریتي مهارتونو نه شتون او له سیاستوالو سره د ټاکنیزو کمېسیونونو د کمېشنرانو اړیکې به په راتلونکي کې د ډېرو بدو او ستونزمنو ټاکنو د لرلو لامل شي.))
login or register a new account.