کابل (پژواک، ۲۵غویی ۹۸): حقوقپوهان د ولسمشریزو ټاکنو نوماندانو له لوري د سرپرست حکومت جوړېدو وړاندیز له قانوني او حقوقي محتوا تش بولي او وايي چې د سرپرست حکومت جوړېدا هېواد کړکېچ لور ته بيايي.
تېره ورځ د ولسمشریزو ټاکنو ۱۱ نوماندانو په خبري ناسته کې د غبرګولي له لومړۍ نېټې د اوسني حکومت کار دوام غیرقانوني وباله او ویې ویل چې باید سرپرست حکومت رامنځ ته شي او د هغه چا له لوري دې اداره شي چې په ولسمشریزو ټاکنو کې له خپلې نوماندنۍ لاس په سر شي.
حقوقپوهان د سرپرست یا لنډمهالي حکومت جوړول د هېواد په زیان بولي او وايي، که سرپرست حکومت رامنځ ته شي، نظام به ګډوډ او هېواد به د کړکېچ لور ته لاړ شي.
د حقوقي چارو کارپوه کبیر رنجبر د سرپرست حکومت جوړېدو په تړاو د ولسمشریزو ټاکنو نوماندانو وړاندیزونه د قانون خلاف بولي او ویې ویل چې د ولسمشریزو ټاکنو نوماندان حکمي شخصیت نه لري او د نورو هېوادوالو په څېر د ولسمشر د ګوښه کېدو واک نه لري.
نوموړي د ولسمشریزو ټاکنو نوماندانو وړاندیز شوې طرحه شخصي ګڼي او ویې وویل چې دا نوماندان د هېواد نظام او راتلونکې د ګټې او زیان په فکر کې نه دي.
هغه د هېواد ولسمشر ګوښه کول ستر کار وباله او زیاته یې کړه: ((د سرپرست او لنډمهالي حکومت وړاندیز د هېواد په اساسي قانون او نورو قوانینو کې هېڅ ځای نه لري.))
رنجبر د دې مطلب په څرګندولو سره چې د ولسمشر په ګوښه کېدو د هېواد اجرايي قوه بې مشرتابه کېږي، یادونه وکړه چې نوماندان په غلطه روان دي او وړاندیز یې ناسم دی، په اساسي قانون کې یې وړاندوینه نه ده شوې، قانوني او حقوقي محتوا نه لري.
نوموړي زیاته کړه: ((د ولسمشریزو ټاکنو نوماندانو ته چې کوم درناوی لرم، باید ووایم چې وړاندیزونه یې موږ ناسمې لارې ته بیايي او نظام له جدی کړکېچ سره مخامخ کوي چې هغه مهال به څوک سر او پښې را ټولې نه شي کړای.))
د حقوقي چارو یاد کارپوه د افغانستان اساسي قانون ۶۱مې مادې ته په اشارې وویل: ((دا ماده صراحت لري چې د پنځم کال غبرګولي په لومړۍ نېټه د ولسمشر کار پای مومي؛ خو دا ماده بشپړه نه ده او ستونزه لري او قانون جوړوونکي فکر نه دی کړی، که بېړنی وضعیت رامنځ ته شي او ټاکنې پر خپل وخت ترسره نه شي، کوم اقدام وشي.))
هغه زیاته کړه: ((که سرپرست حکومت جوړ شي، د واک تشه رامنځ ته کېږي او نظام ته زیان اوړي او د ولسي جرګې ټاکنو کې هم همدا ستونزه موجوده وه، نو اړ شول چې د ولسي جرګې کار موده وغځوي.))
د افغانستان اساسي قانون په ۶۱مه ماده کې راغلي دي: ((د نوي ولسمشر ټاکلو لپاره ولسمشريزې ټاکنې د ولسمشر کار له پای ته رسېدو ۳۰ – ۶۰ ورځې وړاندې ترسره کېږي او له قانون سره سم د ولسمشر دنده د پنځم کال د غبرګولي میاشتې په لومړۍ نېټه له ټاکنو وروسته پای ته رسېږي.))
خو د افغانستان په اساسي قانون کې په دې اړه که ټاکنې د بېړني وضعیت او یا جګړې له امله په ټاکلې موده ترسره نه شي، څه باید وشي، صراحت نشته.
login or register a new account.