ژبه

د کابل ښار په بني حصارسیمه کې پر امنیتي پوستې برید کې یو پولیس وژل شوی

 

کابل (پژواک، ۹ غبرګولی ۹۸): د کورنیو چارو وزارت وايي چې د کابل ښار په بني حصار سیمه کې د پولیسو پر پوسته د ناپېژاندو وسله والو برید کې یو پولیس وژل شوی دی.

د یاد وزارت ویاند نصرت رحیمي پژواک خبري اژانس ته وویل چې دغه برید تېره شپه  نږدې ۸:۰۰ بجې د کابل ښار اتمې امنیتي حوزې اړوند سیمه کې ترسره شوی دی.

نوموړي زیاته کړه چې په دغه برید کې یو پولیس وژل شوی دی خو د ناپېژاندو وسله والو د مرګ ژوبلې په اړه یې معلومات نه درلودل.

login or register a new account.