ژبه

فیفا ټاکنیز کمېسیونونه قانون ماتوونکي او بې صلاحیته ګڼي

کابل (پژواک، ۹ غبرګولی ۹۸): فیفا په حکومت کې له وروستیو ګومارنو څخه په اندېښنې څرګندولو ټاکنیز کمېسیونونه قانون ماتوونکي او بې صلاحیته ګڼي او وايي، د تېرو ټاکنو په پرتله په راتلونکو ټاکنو کې د پراخو درغلیو احتمال شته دی.

دغه راز یاد بنسټ ټینګار کوي چې په دولتي ادارو کې وروستۍ ګومارنې او بدلونونه په راتلونکو ټاکنو کې د نفوذ ښکارندويي کوي.

افغان حکومت وايي، د کسانو عزل او ګومارنه د قانون مطابق د ولسواکۍ لپاره شوې او د ټاکنیز کمپاین، درغلیو او د ټاکنو د مهندسۍ لپاره هېڅوک نه دی جذب شوی.

په ورته وخت کې په کابل کې د امریکا سفیر جان بس له یوې رسنۍ سره په ځانګړې مرکه کې ویلي، د افغانستان د اساسي قانون له مخې د ملي يووالي حکومت قانوني دوره پای ته رسېدلې او زیاته کړې یې ده: ((مناسبه ده چې وپوښتل شي ولې د حکومت د واک د قانوني دورې تر پای ته رسېدو یوه ورځ وروسته حکومت وزیران بدلوي او ولې نور لوړپوړي چارواکي بدولوي؟ په زیاتره ولسواکیو کې درې یا څلور میاشتې مخکې له ټاکنو په کابینه کې ستر بدلونونه نه تر سترګو کېږي او دغه راز حکومتي چارواکي هم نه بدلېږي، نو له دې امله مناسبه ده څو وپوښتل شي چې ولې دا کار کېږی؟ او فکر کوم نور نوماندان مشروع غوښتنې لري.))

د فیفا اجرایه رییس یوسف رشید نن په کابل کې خبري کنفرانس ته وویل، د ټاکنیزو کمېسیونونو غړي له پیل راهیسې له قانون ماتونې پرته هېڅ لاسته راوړنه نه لري.

هغه د دې مطلب په روښانولو چې د ټاکنیزو کمېسیونونو غړي د راتلونکو ټاکنو د ترسره کېدو وړتیا او توان نه لري، وویل، د ټاکنیزو کمېسیونونو د تازه غړو بې ظرفیتۍ دغه ملي بهیر ته لویه ضربه رسولې ده.

نوموړي د ټاکنیزو کمېسیونونو په اړه د خلکو، مدني ټولنې او د ټاکنو د څارونکو بنسټونه د بې باوری خبر ورکړ او ویې ویل، کمزورې همغږۍ، د دارالانشاء او کمېشنرانو ترمنځ اختلافونه، په یاد ملي بهیر کې د نوې ټکنالوژۍ نه استعمال، پر یوه وخت د څو ټاکنو له ترسره کېدو څخه تېښته، په ټاکنیزو برخو کې د خپلو ژمنو نه عملي کول او د قانوني الزامیت تر څنګ دوامداره شاتګ د کمېسیون کمزورتیا او ژمنه ماتول څرګندوي.

رشید په ټاکنیزو کمېسیونونو کې د قومیت پر اساس او په درغلیو د تورنو کسانو پر ګومارلو نیوکه وکړه او ویې ویل، هغه کسان چې مخکې له ډاره بهر ته تښېدلي وو، تازه راغلي او د نورو ولایتونو لپاره د کارمند په توګه جذب شوي دي.

د فیفا اجرایه رییس د ولسمشر له خوا د کسانو ګوښه کول او ګومارنه په راتلونکو ټاکنو کې د نفوذي اعمالو ښکاروندی وبلل.

هغه دې ته په اشاره چې د ولسمشرۍ ټاکنو له نوماندانو سره د حکومت  تقابل له امله ولسمشرۍ ټاکنو ته توجه کمه شوې، وویل، که د تقابل لپاره یوه حل لاره پیدا نه شي، د ټاکنو بهیر به ناکامۍ سره مخامخ شي.

نوموړي له ولسمشر غني څخه وغوښتل چې د ولسمشرۍ ټاکنو له نوماندانو سره په یوه مخامخ ناسته کې د دوی پوښتنې ځواب کړي او د اخلاقي لحاظه یې ځینې صلاحیتونه محدود کړي.

دغه راز فیفا د ۱۳۹۸ کال د ولسمشرۍ ټاکنو د باور په منشور کې د ټاکنیزو کمېسیونونو په موجودیت کې د نوماندانو او ارګ د ګډې ناستې، ټاکنیزو کمپاینونو ته د ورته فعالیتونو څخه د حکومت د ځان ساتنې، په مرکز او ولایتونو کې د حکومتي منسوبینو له ګومارنو، تغییر او تبدیل څخه د ډډه کولو غوښتنه وکړه.

login or register a new account.