ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ملي يوالي په حکومت کې ٦٢ تنو د سرپرست وزيرانو په توګه کار کړى

د ملي يوالي په حکومت کې ٦٢ تنو د سرپرست وزيرانو په توګه کار کړى

author avatar
8 Jun 2019 - 21:16
د ملي يوالي په حکومت کې ٦٢ تنو د سرپرست وزيرانو په توګه کار کړى
author avatar
8 Jun 2019 - 21:16

کابل (پژواک، ١٨ غبرګولی ٩٨): د ملي يووالي له پیل راهیسې تر اوسه ۶۲ کسان د سرپرست وزیرانو په توګه په ۲۵ وزارتونو کې له څو ورځو تر دوه نیمو کلونو کار کړی دی.

د پژواک خبري اژانس د معلوماتو له مخې، له یادو ۶۲ کسانو ۴۴ له شاوخوا یوې تر ۲۹ میاشتو د قانون خلاف سرپرستان پاتې شوي؛ ځکه له دوو میاشتو ډېر د سرپرست په توګه پاتې شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د سرپرستۍ د قانون له مخې هې‎څوک نه شي کولای په دولتي ادارو کې له دوو میاشتو ډېر د سرپرست په توګه کار وکړي.

دغه راز د افغانستان د اساسي قانون د ۶۴مې مادې د یوولسمې فقرې پر اساس، د وزیرانو، لوی څارنوال، د مرکزي بانک د رییس، د ملي امنیت د رییس او افغان سرې میاشتې د رییس ټاکل د ولسي جرګې په تایید د ولسمشر صلاحیت دی.

خو د پژواک معلومات ښيي چې د ۱۳۹۳ کال د تلې په اوومه د ملي یووالي حکومت له جوړېدو وروسته د دغه راپور تر جوړېدو (د روان کال د غبرګولي پنځمه) د دې مادې تطبیق ته توجه نه ده شوې او په بېلابېلو وزارتونو کې پر یو شمېر ریاستونو سربېره ۲۵ بېلا بېل وزارتونه د سرپرستانو له خوا اداره کېږي.

په ټوله کې افغان حکومت ۲۵ وزارتونه لري خو په دې وروستیو کې له نشه یي توکو سره د مبارزې وزارت د کورنیو چارو له وزارت او ترانسپورټ وزارت د عامه ګټو له وزارت سره مدغم شوي خو تر اوسه یې د ادغام اړوند چارې دوام لري.

د ملي یووالي د حکومت پر مهال هر یو وزارت د یوې مودې لپاره د سرپرستانو له خوا اداره شوی دی.

د ملي يووالي حکومت له جوړېدو راهیسې شاوخوا ۵۶ میاشتې تېرېږي. د پژواک د معلوماتو له مخې، په دې موده کې حکومتي چارې په منځنۍ توګه له هرو سلو ورځو یوولس ورځې د سرپرست وزیرانو له خوا پر مخ وړل شوې دي.

د وزارتونو له ډلې، تر ټولو ډېر د کانونو وزارت او تر ټولو کم د کډوالو چارو وزارت د سرپرستانو له خوا اداره شوی دی.

۶۲ سرپرست وزیران

د معلوماتو له مخې، له ټولو هغو ۶۲ کسانو چې د ملي يووالي حکومت له پیله تر اوسه یې د سرپرست وزیرانو په توګه کار کړی، تر ټولو ډېر وخت ( له شاوخوا ۱۱ څخه تر ۳۱ میاشتو) سرپرست وزیران پاتې شوي دي.

په چارټ کې پر شاملو لسو کسانو سربېره همایون قیومي له تېرو لسو میاشتو راهیسې د مالیې وزارت د سرپرست وزیر او عنایت الله نظري ۹ میاشتې د دفاع وزارت د سرپرست په توګه دنده ترسره کړې ده.

اتو کسانو شاوخوا اته ــ اته میاشتې د سرپرست وزیرانو په توګه دندې ترسره کړې دي.

عبدالغفور لېوال د سرحدونو چارو وزارت د سرپرست، محمدالله بتاش د ترانسپورټ وزارت د سرپرست، محمد اصف رحیمي د کرنې وزارت د سرپرست، محمد عثمان بابري د لوړو زده کړو وزارت د سرپرست، حسن بانو غضنفز د ښځو چارو وزارت د سرپرست، واصل نور مهمند د کار او ټولنیزو چارو وزارت د سرپرست، اقاجان نعیم د عامې روغتیا د سرپرست، مزمل شینواری د سوداګرۍ وزارت د سرپرست او حکم خان حبیبي د اقتصاد وزارت د سرپرست په توګه اته ـــ اته میاشتې کار کړی دی.

څلورو کسانو شاوخوا شپږ میاشتې د سرپرست وزیر په توګه کار کړی دی.

د پژواک معلومات ښيي چې هر یوه احمد شاه سادات د مخابراتو وزارت د سرپرست، محمد جواد پیکار د ښارجوړونې وزارت د سرپرست او روښان ولسمل د ښار جوړونې د سرپرست په توګه شپږ- شپږ میاشتې کار کړی دی.

په همدې ترتیب اسدالله خالد د دفاع وزارت د سرپرست او محمد اصف ننګ د پوهنې وزارت د سرپرست وزیرانو په توګه پنځه ــ پنځه میاشتې کار کړی دی.

لسو کسانو شاوخوا څلورــ څلور میاشتې د سرپرست وزیرانو په توګه دنده ترسره کړې ده.

محمد ابراهیم شینواری د پوهنې وزارت د سرپرست، هارون الرشید شېرزاد د نشه يي توکو وزارت د سرپرست، عبدالحکیم منیب د ارشاد حج او اوقافو وزارت د سرپرست، غلام نبي فراهي د اطلاعاتو او کلتور وزارت د سرپرست، سیداحمد حقبین د سرحداتو وزارت د سرپرست، سلیم خان کندوزي د کرنې وزارت د سرپرست، کمال سادات د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د سرپرست، حامد جلیل د ښار جوړونې وزارت د سرپرست، اجمل احمدي د سوداګرۍ او صنعت وزارت د سرپرست او فاروق وزارت د پوهنې وزارت د سرپرست په توګه شاوخوا څلور ــ څلور میاشتې کار کړی دی.

اتو کسانو شاوخوا درې ــ درې میاشتې سرپرستي کړې ده.

په همدې توګه مسعود اندرابي د کورنیو چارو وزارت د سرپرست، فیض الله ذکي د ترانسپورټ وزارت د سرپرست، عبدالطیف روښان د لوړو زده کړو وزارت د سرپرست، عبدالرحمن صلاحي د اوبو او انرژۍ وزارت د سرپرست، مصدق خلیلي د اطلاعاتو او کلتور وزارت سرپرست، عباس بصیر د عامه ګټو وزارت د سرپرست، کامله صدیقي د سوداګرۍ وزارت د سرپرست او برنا کریمي د مخابراتو وزارت د سرپرستې په توګه شاوخوا درې ــ درې میاشتې کار کړی دی.

نهه کسانو شاوخوا دوې ــ دوې میاشتې د سرپرست وزیرانو په توګه دندې ترسره کړې دي.

د پژواک معلومات ښيي، فضل احمد عظیمي د کډوالو چارو وزارت د سرپرست، ضراراحمد مقبل عثماني د بهرنیو چارو وزارت د سرپرست، ایوب سالنګي د کورنیو چارو وزارت د سرپرست، حضرت عمر زاخېلوال د مالیې وزارت د سرپرست، داعي الحق عابد د ارشا، حج او اوقافو وزارت د سرپرست، میراحمد احمد جاوېد سادات د کانونو وزارت د سرپرست، طارق عصمتي د کلیو او پراختیا وزارت د سرپرست، غلام فاروق قاري زاده د اوبو او انرژۍ وزارت د سرپرست او سیدانور سادات د کار او ټولنیزو چارو وزارت د سرپرست په صفت دوې ـــ دوې میاشتې کار کړی دی.

اووه کسان شاوخوا یوه ــ یوه میاشت د سرپرست په توګه پاتې شوي دي.

بریالی حسام د مخابراتو وزارت د سرپرست، شاکر کارګر د سوداګرۍ وزارت د سرپرست، غلام علي راسخ د ترانسپورټ وزارت د سرپرست، نورګل منګل د ټولګټو وزارت د سرپرست، امرالله صالح د کورنیو چارو وزارت د سرپرست، حمدالله محب د کورنیو چارو وزارت د سرپرست او زلمی یونسي د پوهنې وزارت د سرپرست په توګه شاوخوا یوه ـــ یوه میاشت کار کړی دی.

دغه راز باید وویل شي چې سید فهیم هاشمي د روانې میاشتې (غبرګولي) په څلورمه د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت د سرپرست او عبدالتواب بالاکرزی د همدې میاشتې په پنځمه د لوړو زده کړو وزارت د سرپرست په توګه ټاکل شوي دي.

همدا اوس څوارلس وزارتونه د سرپرستانو له خوا اداره کېږي.

همدا اوس د بهرنیو چارو، کانونو، پوهنې، اوبو او انرژۍ، اطلاعات او فرهنګ، مالیې، ښارجوړونې، وزارت، ملي دفاع، ارشاد، حج او اوقافو، سوداګرۍ، کورنیو چارو، کار او ټولنیزو چارو، مخابراتو او لوړو زده کړو وزارتونه د سرپرستانو لخوا اداره کېږي.

دا په داسې حال کې ده چې د ولسي جرګې تېره دورې څو ځله له حکومته غوښتي وو چې د سرپرستۍ فرهنګ پای ته ورسوي او دې جرګې ته نوماند وزیران معرفي کړي.

د ولسي جرګې اوسنۍ دوره د روان کال د غويي په شپږمه پرانیستل شوه او تر اوسه یې د داخلي اختلافونو له امله د اداري پلاوي ټاکنې نه دي ترسره شوې.

سرپرستۍ د قانون نقضولو او نه رسېدنو لامل شوې دي

د کابل پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو د پوهنځي استادې شهلا فرید پژواک خبري اژانس ته وویل، د سرپرستۍ د قانون په اساس، هېڅوک باید له دوو میاشتو ډېر د سرپرست په توګه پاتې نه شي.

نوموړې د سرپرستانو لخوا د وزارتونو کنټرول ته په اشاره وویل، حکومت په خپل دغه سیاست نه یوازې قانون نقض کړی بلکې د هېوادوالو حقوق یې هم تر پښو لاند ې کړي، ځکه سرپرستانو ته دواک سپارل د غوره کارونو د ترسره کولو مخه نیسي او د سرپرستیو له امله د نه رسېدونو په پایله کې د هېوادوالو حقونه تر پښو لاندې کېږي.

هغې په تړاو چې ولې حکومت چې د قانون نافذوونکی دی په دې برخه کې د قانون خلاف عمل کوي زیاته کړه: ((یو خو د ولسمشر او اجرایه رییس تر منځ مشارکي حکومت ددې لامل شوی چې زیاتره وخت حکومتي ادارې د سرپرستانو لخوا اداره شي، بل لامل یې دادی چې ولسمشر غوښتل ټول صلاحیت له ده سره وي، خپله یې ټاکي او خپله یې صلاحیت ردوي، ولسمشر غواړي د قدرت تک وي.))

د هغه په خبره، د سرپرستانو له خوا د چارو پر مخ وړل د حکومت د کمزوري مدیریت ښکارندویي کوي او ددې لامل شوې چې د جنايي جرمونو د زیاتېدو او امنیتي وضعیت د خرابېدو تر څنګ لږ بنسټیز کارونه وشي او اداري فساد همغه ډول دوام ولري.

دغه راز د کابل پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو د پوهنځي استاد ودیر صافي وویل: ((ستاسو [پژواک خبري اژانس] دغه څېړنه ښيي چې حکومتي چارواکو قانون تر پښو لاندې کړی، ځکه د قانون له مخې یو کس باید په یوه وزارت کې له دوو میاشتو ډېر د سرپرست په توګه پاتې نه شي.))

د هغه په خبره، د سرپرستانو لخوا د چارو پرمخ وړل د ځينو ستونزو لکه د زیاتو بنسټیزو پروژو نه تطبیق، اداري فساد، د ناامنۍ او بېکارۍ زیاتېدل او نورو د رامنځته کېدو لامل شوي دي.

هغه دې ته په اشاره چې صلاح الدین رباني له شاوخوا ۹۰۰ ورځو راهیسې د بهرنیو چارو وزارت د سرپرست په توګه پاتې شوی وویل: ((زموږ بهرنی سیاست ضرب د صفر او ډېر غیر مسلکي ډيپلوماتان جذب شوي دي.))

د ده په خبره، د کانونو او اوبو او برېښنا وزارتونه کلیدي وزارتونه دي او که له لومړیو یې وړ، مسلکي او باصلاحیته کسان په سر کې ټاکل شوي وای او د کانونو د استخراج او د برېښنايي انرژۍ د تولید په برخه کې لازم اقدامونه شوي وای اوس به د افغانستان اقتصاد په ښه حالت کې وو.

د پژواک د معلوماتو له مخې، د ملي يووالي حکومت په ۵۶ کاري میاشتو کې د بهرنیو چارو وزارت شاوخوا ۳۱ میاشتې، د کانونو وزارت ۲۶ میاشتې او د اوبو او برېښنا وزارت ۱۲ میاشتې د سرپرستانو له خوا اداره شوي دي.

 

Visits: 1

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.