کابل (پژواک، ٢٠ غبرګولى ٩٨): لسګونو کسانو په کابل کې د پاکستان سفارت مخې ته لاريون وکړ، ويل یې چې د پاکستان سفارت لومړى هغو کسانو ته وېزې ورکوي چې کمېشنکارانو ته يې پيسې ورکړې وي.
د کابل د پغمان ولسوالۍ اوسېدنکي او یوه لاريون کوونکي احمد زبیر پژواک خبري اژانس ته وویل چې ځيني کسان کمېشنکارانو ته پيسې ورکوي، په يوه، درېيو ورځو او يا يوې اوونۍ کې د پاکستان وېزه ترلاسه کوي.
د ده په وينا، کمېشنکاران په ۲۴ ساعتونو کې د ويزې ترلاسه کولو په بدل کې ۲۰۰ امریکایي ډالر، په درېيو ورځو کې د وېزې ترلاسه کولو په بدل کې ۱۵۰ ډالر او په يوه اوونۍ کې د وېزې ترلاسه کولو په بدل کې سل ډالره اخلي.
هغه زیاته کړه: "زما درېيمه ورځ ده دلته راځم خو د پاکستان سفارت لومړى د همدغو خلکو کارونو ترسره کوي چې پيسې ورکوي، بیا چې غرمه مهال شي، ولاړو کسانو ته وایي چې سبا ته راشي."
د کابل ښار اوسېدونکى امرالله وايي، یوه اوونۍ مخکې یې د ویزې غوښتنه کړې خو تر اوسه يې نه ده ترلاسه کړې.
هغه زیاته کړه: "سفارت مخې ته په سلګونو کسان له خپلو ناروغانو، ماشومانو او میرمنو سره شپې کوي، خو ځیني کسان بیا به په رڼا ورځ راځي او د پیسو په بدل کې تر مازدیګره ویزه اخلي."
امرالله وویل: "مونږ پوهېږو چې زموږ هېواد د لارو تړلو او لاریونو څخه هم نور ستړی دی، خو دغه خلک هم یوه درد لېونې کړي چې نن یې لاره بنده کړې، مسوولین یې باید غږ واوری."
لاريون کوونکو غوښتنه کوله چې په دې برخه کې فساد له منځه ولاړ شي.
پژواک هڅه وکړه چې په دې اړه په کابل کې د پاکستان سفارت له چارواکو سره خبرې وکړي، خو اړيکه ورسره ټينګه نه شوه.
په کابل کې د پاکستان سفير زاهد نصرالله خان څه موده مخکې ويلي وو چې دوى هره ورځ په ټول افغانستان کې شاوخوا څلورو زرو کسانو ته ويزې ورکوي او تر دې د ډېرو وېزو ورکولو وړتيا نه لري.
خو هغه ويلي و: "موږ هڅه کوو چې د خپلو کارمندانو شمېر زيات کړو، خو هره ورځ د خلکو شمېر زياتېږي چې له امله يې ګڼه ګوڼه زياته شوې ده."
بلخوا دپاکستان سفارت لخوا په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د اختر تر رخصتيو وروسته د ويزې متقاضيان زيات شوي دي ، خو دوى خپلو امکاناتو ته په کتلو سره تر ټاکلي وخته پورې د پاکستان د ويزې د پاليسۍ سره سمه اړونده کسانو ته ويزې ورکوي.
login or register a new account.