ژبه

اکبر اغا: د خليلزاد هلې ځلې رښتينې او جدي نه دي

کابل (پژواک، ٢٣ غبرګولى ۹۸): د افغانستان د خلاصون لارې شورا د زلمي خليلزاد پر هڅو نيوکه کوي او وايي چې هلې ځلې يې رښتينې او جدي نه برېښي چې له امله يې د سولې خبرې اوږدې شوې دي.

د افغان سولې لپاره د امريکا ځانګړي استازي زلمي خليلزاد، چې له تېرو څو مياشتو راهيسې د سولې په تړاو هـڅې پيل کړې دې، تر اوسه يې له طالبانو سره شپږ پړاوه خبرې کړې دي، دغه راز هغه له افغان چارواکو، سياسيونو او يو شمېر نورو هېوادونو سره هم خبرې کړې دي.

افغانستان د خلاصون لارې شورا مشر سید اکبراغا نن د غبرګولي په ٢٣مه، د سولې د وروستیو هلو ځلو په تړاو غونډه کې وویل چې په افغانستان کې د سولې د مذاکراتو او خبرو اترو په برخه کې د کورنیو او بهرنیو کړیو  او لوریو له خوا هلو ځلو ته د افغانانو نوې هیلې ټوکېدلې دي.

هغه زیاته کړه، له دې سربېره د ذیدخله او ښکېلو ځینو کړیو او لوریو بېلابېل متضاد غبرګونونه دا هیلی په نا هيلۍ بدلوي.

اکبراغا وايي: "د بهرنیو اړخونو په ځانګړې توګه د افغان سولې په برخه کې د امریکا ځانګړى استازی او ورسره یې مذاکراتې ټیم په خپلو هلو ځلو او د افغان سولې په راتلو کې رښتينی او جدي نه برېښي او همدا لامل دی چې د سولې د خبرو مرحله شپږم او اووم پړاو ته ورسېده."

ددې شورا مشر همدارنګه وویل، په هېواد کې ړندو بمباریو او د ولسي خلکو وژنو او بې ځایه ځورونو هم ولسي کرکې را منځ ته کړې دي.

دده په وینا، په هېواد کې له روان جنګ څخه د وتلو او خلاصون لار یوازې د خاموش اکثریت ملاتړ او باور ترلاسه کول دي ، هغه اکثریت چې له هر ډول اتهام څخه پاک دی.

سید اکبر اغا زیاته کړه:" بهرنیان او د هغوی استازي تل په خبرو کې په افغانستان کې د اوربند او د ډېر وخت په پاتې کېدو ټینګار کوي  خو  دا خبرې یوازې په افغانستان کې د اوږد ې مودې لپاره د خپل نظامي شتون او پاتې کېدو لپاره کوي."

ده همدارنګه وویل، د افغانستان اوسنۍ معضله لکه څنګه چې د بهرنیانو په راتګ پيل شوې  نو له شک او تردید پرته له هېواده د بهرنیانو په وتلو پای ته رسیږي.

هغه په دې وروستیو کې د افغان حکومت او طالبانو له خوا د یو شمېر بندیانو خلاصون ښه او پر ځای اقدام وباله او لا د ورته عمل او تصمیم غوښتونکى شو .

login or register a new account.