کابل (پژواک، ۲ چنګاښ ۹۸): د ولسي جرګې یو شمېر ناکامو نوماندانو د ریاست پر سر د ولسي جرګې د غړو ترمنځ پر رامنځته شوي بحران د نیوکې تر څنګ ګواښ وکړ چې که د دې جرګې غړي خپلې ستونزې حل نه کړي «موازي پارلمان» جوړوي.
د افغانستان د ملي شورا ۱۷مه تقنیني دوره د ولسمشر محمد اشرف غني په ګډون د روان کال د غويي په شپږمه پرانیستل شوه خو یاده جرګه تر اوسه اداري پلاوی او رییس نه لري.
د ولسي جرګې د تېرې چهارشنبې ورځې په ناسته کې د دې جرګې غړو د رییس د موضوع پر سر تر اختلاف وروسته فزیکي شخړه وکړه.
یادو اندېښنو ته په پام له بېلابېلو ولایتونو د ۱۳۹۷ کال د ولسي جرګې د ټاکنو د ناکامو نوماندانو سیاسي حرکت نن خپل دريځ روښانه کړ.
د دغه سیاسي حرکت غړي محمد طاهر رستمي د ولسي جرګې د غړو ترمنځ پر اختلاف نیوکه وکړه او ویې ویل، دوی له تېرې یوې اوونۍ راهیسې نه دي توانېدلي چې د جرګې رییس وټاکي، نو له دوی څخه به څرنګه په هېواد کې د شته ستونزو د حل تمه وشي.
نوموړي د ولسي جرګې یو شمېر غړي «خاین او مفسد» وبلل او زیاته یې کړه، دغو کسانو د افغانستان برخلیک برمته کړی او پر ډالرو معامله کوي.
نوموړي د دې په روښانولو چې د ولسي جرګې غړي قومي، سمتي او ژبنیو تعصباتو ته لمن وهي او افغانستان یې په نړۍ کې بدنام کړی وویل: ((که د ولسي جرګې ستونزې حل نه شي د خپلو پلویانو په همکارۍ به موازي پارلمان جوړ کړو.))
له پکتیکا ولایته د دغه حرکت بل غړي محمد داوود کټوازي د دې په څرګندولو چې د پارلمان يو شمېر وکیلان په زور او زر ولسي جرګې ته بریالي شوي او اوس په هېواد کې د شته ستونزو د حل پر ځای د ریاست څوکۍ پر سره اختلاف لري.))
هغه زیاته کړه، که دولت د ټاکنیزو ستونزو د حل لپاره مناسب تصمیم ونه نیسي ولسمشرۍ ټاکنې به هم بحراني شي.
د ۱۳۹۷ ولسي د ناکامو نوماندانو د سیاسي حرکت غړي شمشاد عمر وویل، اوسنۍ ولسي جرګه په درغلۍ او سرغړونو جوړه شوې خو اوس قومي او ژبنیو تعصباتو ته لمن وهي.
د یاد سیاسي حرکت په پرېکړه لیک کې د خلکو د باور د بیا ترلاسه کولو لپاره په ټاکنیزو نظام کې د اساسي اصلاحاتو غوښتنه شوې ده.
دوی دغه راز له دولت او نړیوالو همکارانو په ځانګړې توګه په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د معاونيت دفتر (یوناما) څخه د ولسي جرګې په تېرو ټاکنو کې د پراخو درغلیو د حل لپاره د ځانګړې محکمې د جوړېدو غوښتنه کړي ده.
login or register a new account.