کابل (پژواک، ۱۰ چنګاښ ۹۸): د ټاکنو خپلواک کمسیون په ۳۳ ولایتونو کې د نوم لیکنې د بهیر له پای ته رسیدو خبر ورکوي، خو پر ټاکنو د څار بنسټونو دغه پروسه له لګښت ډکه او ناکامه بللې ده.
به ۳۳ ولایتونو کې ولسمشریزو ټاکنو ته د رایه ورکوونکو د نوم لیکنې لړۍ او په غزني کې د رایه ورکوونکو سراسري نوم لیکنه د غبرګولي په ۱۷مه نېټه پیل شوه او دا لړۍ په ۳۳ ولایتونو کې د روانې میاشتې په اتمه نېټه رسماً پای ته ورسیده، خو په غزني کې د یوې اونۍ لپاره وغځول شوه.
د ټاکنو خپلواک کمسیون مشرې حوا علم نورستانۍ، نن په کابل کې خبري غونډې ته وویل چې ولسمشریزو ټاکنو لپاره د رایه ورکوونکو تقویتي نوم لیكنه په برياليتوب سره په ۳۳ ولایتونو کې پای ته ورسېده.
د هغې په وينا، د تقویتي نوم لیکنې لړۍ کې د چنګاښ تر اتمې نېټې پورې په شرایطو برابر د کوچيانو په ګډون له ۳۰۰ زرو تنو ډېرو کسانو نوم لیکنه کړې ده.
دې زیاته کړه، له دې شمېرې څخه شاوخوا ۱۹۵ زره نرانو او شاوخوا ۱۱۷ زره ښځو او له ۴۹۰۰ زیاتو کوچیانو نوم لیکنه کړې ده.
نوموړې د غزني نوم لیکنې ته په اشاره وویل چې په دې ولایت کې له ۸۳ زرو ډېرو کسانو نوم لیکنه کړې ده چې له دې ډلې نږدې ۵۵ زرو نارینه، له ۲۶ زره ۸۰۰ ډېرو ښځينه او ۴۰۴ کسه کوچیان دي.
د ټاکنو خپلواک کمسیون، د رایه ورکوونکو تقویتی نوم لیکنې د لړۍ ټول لګښت له ۱۲ میلیونو ډالرو ډیر وښوده چې دغه اندازه پیسې به په ۳۳ ولایتونو کې تقویتي نوم لیکنې او په غزني کې د عمومي نوم لیکنې او عامه پوهاوي په برخو کې ولګول شي.
خو دافغانستان د عادلانه او ازادو ټاکنو موسسې رئیس یوسف رشید وویل، د ټاکنو خپلواک کمسیون باید د تقویتي نوم لیکنې له پیل څخه مخکې د دې پروسې په باره کې خلکو ته د پوهاوي ورکولو په برخه کې ډېره پاملرنه کړې وای.
نوموړي دې په اشاره سره چې ډېری ځوانان چې د اتلس کلنۍ عمر يې نه وی پوره کړی او یو شمېر نور چې د نورو دلایلو په سبب له نوم لیکنې پاتې شوي دي، وویل چې د ټولنې پراخه قشر د رایه ورکولو د مرکزونو د محدودیت، نا امني او عامه پوهاوي ته د لږ پاملرنې په سبب له نوم لیکنې پاتې شوي دي.
نوموړي چې شکمن و، وویل له دې سره، سره چې د تقویتي نوم لیکنې په پای کې د رایه ورکوونکو نوم لیکنې شمېره لوړه شوې ده، په دې برخه کې ډېر لګښت شوی دی.
هغه په ډاګه کړه: «وېره شته چې که د ټاکنو خپلواک کمسیون ډېرې پیسې ولګوي، امکان لري چې د ټاکنو په نیمايي کې تخمین شوې پیسې خلاصې شي او د ټاکنو تر سره کولو کې له ستونزو سره مخامخ شي.»
د ټاکنو د خپلواک کمسیون د معلوماتو له مخې، د ولسي جرګې مخکنیو ټاکنو په درې پړاوه نوم لیکنه کې ۸.۹ میلیونه کسانو نوم لیکنه کړې ده.
login or register a new account.