کابل (پژواک، ١١ چنکاښ ۹۸): په کابل کې د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې د عدلي او قضايي مرکز د محاکمو له لوري ٣٧ کسان د نشه يي توکو د قاچاق په تور د ۱۳ مياشتو تر ۱۱ کلونو پورې پر بند محکوم شول.
دغه څرګندونې په هغې خبرپاڼې کې شوې چې له نشه يي توکو او مسکراتو سره د مبارزې د عدلي او قضایي مرکز له لوري د چنګاښ په ١١مه پژواک خبري اژانس ته را لېږل شوې ده.
په خبرپاڼه کې راغلي چې دغه شمېر کسان د تېرې اوونۍ په جریان کې د نشه يي توکو او مسکراتو د قاچاق د ۲۶ قضیو په تور د لومړنۍ او استیناف محکمو له خوا پر بند محکوم شوي دي.
سرچینه زياتوي: "دغه کسان د کشفي او امنیتي ارګانونو له خوا په ټول هېواد کې له ۳ کیلوګرامه هیرویین، ۲۸۳ کیلوګرامه مورفین، ۱۱۳۷ کیلوګرامه چرس، يو کیلوګرام امفتامین، ۱۱۴۴ کیلوګرامه تریاک او ۷۵ کیلوګرامه جامد کیمیاوی موادو د قاچاق په تور نیول شوي وو."
د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې د نیول شوو کسانو په منځ کې ۷ تنه د یوې ښځې په ګډون هغه کسان وو چې غوښتل یې د حامد کرزی له نړیوال هوایي ډګر څخه نشه یي توکي (هیرویین) په خېټه او سفري بکسونو کې هندوستان هیواد ته قاچاق کړي چې د اړوندو ارګانونو له لوري ونيول شول.
دا په داسي حال کې ده چې دوه اوونئ مخکې هم د مسکراتو او نشه یي توکو سره د مبارزی عدلي او قضایي مرکز د ابتدایيه او استیناف محاکمو له لوری ٢٢ کسانو ته سزا اورول شوې وه.
login or register a new account.