ژبه

ملي امنیت: په هلمند کې مو د طالبانو د وسلو ستره زېرمه ترلاسه کړې

کابل (پژواک، ١٢ چنګاښ ٩٨): د ملي امنیت عمومي ریاست وايي چې په هلمند ولایت کې یې د طالبانو د چاودېدونکو توکو او وسلو تر ټولو ستره زېرمه ترلاسه کړې ده.

دغه خبر د ملي امنیت د عمومي ریاست د مطبوعاتي دفتر له خوا پژواک خبري اژانس ته په نننۍ رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلی دی.

سرچینې لیکلي، د ملي امنیت ځانګړو سرتېرو د کجکي ولسوالۍ په ګندم سیمه کې د طالبانو د نظامي ولسوال محمد خان اړوند پر یوه مرکز عملیات ترسره کړي دي.

د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې، په دغو عملیاتو کې اووه طالبان وژل شوي، ۲۱زره کیلوګرامه چاودېدونکي توکي، یو قبضه راکټ انداز، څلور میله ۳۰۳ بر وسله، یو کلاشینکوف، ۵۰ د هاوان مرمۍ، ماینونه، ۳۰۰ د راکټ مرمۍ، دوه کړۍ پرسونل ضد ماینونه، دوه پایې ایکم مخابرې، یو پاکستانی شناختي کارت او له ۱۵۰زره ډېرې بېلابېلې مرمۍ او نظامي تجهیزات د امنیتي سرتېرو لاس ته ورغلي دي.

په خبرپاڼه کې د عملیاتو د ترسره کېدو وخت ته اشاره نه ده شوې.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

login or register a new account.