نیلی، هرات، چاریکار (پژواک، ۱۳ چنګاښ ۹۸): په دایکنډي کې د امنیتي ځواکونو پر پوسته د وسله والو طالبانو برید کې اووه امنیتي سرتېري او په هرات کې د طالبانو یو مهم قوماندان له خپلو پنځو کسانو سره وژل شوی.
د دایکنډي د امنيې قوماندانۍ د امنیت امر نقیب الله مالستاني نن پژواک خبري اژانس ته وویل چې طالبانو تېره شپه شاوخوا دوه بجې د مناره کجران په سیمه کې د امنیتي ځواکونو پر پوستو یرغلیز برید وکړ.
نوموړي زیاته کړه چې په دغو برېدونو کې د ملي اردو درې او د سیمه ييزو پولیسو څلور سرتېري وژل شوي دي، درې سیمه ییز پولیس او یو ملي پولیس ټپيان شوي دي.
د هغه په وينا، د طالبانو او امنیتي ځواکونو ترمنځ نښته اوس هم روانه ده.
د سيمه ییزو سرچينو د معلوماتو له مخې، د دې نښتې په ترڅ کې د امنيتي ځواکونو څو پوستې هم سقوط شوي دي او ټول تجهیزات یې د طالبانو لاس ته ورغلي دي.
د یو بل خبر له مخې، د هرات په شینډنډ ولسوالۍ کې یو مهم طالب قوماندان له خپلو پنځو کسانو سره وژل شوی دی.
د هرات والي ویاند جیلاني فرهاد نن پژواک ته وویل چې د امنیتي ځواکونو په عملیاتو کې د طالبانو مهم قوماندان ملافضل احمد چې په هجرت مشهور و د زیرکوه ولسوالۍ په علي اباد کلي کې تر برید لاندې راغی او ووژل شو.
هغه زیاته کړه چې د طالبانو دغه خطرناک قوماندان د هرات په ولسوالیو کې په ډېری ځانمرګو او د امنیتي ځواکونو پر پوستو بریدونو، اختطاف، سازمان شوو جرمونو او خلکو ته د مزاحمت په قضیو کې ښکېل و.
هغه وویل چې ملا فضل د طالبانو د يوه مشر ملا اختراسحاقزي ورور و چې ورور یې اووه کاله وړاندې په ورته برید کې وژل شوی و.
په ورته مهال د هرات شينډنډ ولسوالۍ ځینواوسېدونکو په دې ولسوالۍ کې له ناوړه امنيتي وضعیت څخه اندېښنه ښودلې ده.
د یادې ولسوالۍ اوسېدونکي نیازمحمد وویل چې په شینډنډ ولسوالۍ کې د طالبانو پراخ شتون د دې لامل شوی څو هره شپه په دې ولسوالۍ کې د امنیتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ نښته رامنځ ته شي.
login or register a new account.