ژبه

“د سولې روان بهیر دې له سیاسي معاملو وژغورل شي”

کندهار (پژواک، ۱۵ چنګاښ ۹۸): د کندهار سلګونو اوسېدونکو په یوه غونډه کې غوښتنه وکړه چې د سولې روان بهیر دې له سیاسي معاملو وژغورل شي.

دغه غونډه نن کندهار ښار د ولس غږ سیاسي بهیر له خوا جوړه شوې وه چې د کندهار تر څنګ په کې د هلمند، اروزګان، زابل او فراه ولایتونو د ولایتي شوراګانو د یو شمېر غړو په ګډون شاوخوا دوه زره مخورو، دیني عالمانو او ځوانانو ګډون کړی وو.

ویناوالو د سولې د خبرو له روان بهیره ملاتړ وښود، خو غوښتنه یې کوله چې دغه بهیر دې د سیاسي معاملو نه قرباني کېږي.

د کندهار د ولایتي شورا رییس حاجي سید جان خاکرېزوال وویل، که څه هم د قطر په مرکز دوحه کې د امریکا د متحده ایالاتو او طالب وسله والو د استازو تر منځ خبرې روانې دي، خو دغه پروسه باید نوره بین الافغاني شي.

هغه زیاته کړه، افغانان باعزته سوله غواړي، داسې چې د ټولو لورو حیثیت او عزت په کې خوندي وي.

د ده په خبره، تر ټولو مهمه خبره دا ده چې دغه بهیر له سیاسي معاملو وساتل شي او د نظام لاسته راوړنې په کې خوندي پاتې شي.

قومي مشر حاجي نعمت الله شېردلي وویل، په تېرو اتلسو کلونو کې د لوی کندهار (کندهار، هلمند، اروزګان او زابل ولایتونو) اوسېدونکو تر بلې هرې سیمې هم ځاني او هم مالي قربانۍ ورکړي دي، چې په همدې بنسټ باید د سولې په بهیر کې ونډه ورکړای شي.

ده زیاته کړه، د سولې په بهیر کې د دې سیمې اوسېدونکو ته ونډه نه ورکول لویه بې انصافي ده.

د زابل د ولایتي شورا رییس حاجي عطا جان حق بیان بیا په هېواد کې دننه د ښکېلو غاړو پر خبرو ټینګار وکړ.

هغه زیاته کړه، شرایطو ته په کتو په هېواد کې دننه د سولې د خبرو پر وړاندې کوم خنډ نه لېدل کیږي، په کار ده د بهر پر ځای په کور دننه د سولې خبرې تر سره شي.

د مولوی حکمت په نوم یوه دیني عالم وویل، د سولې د خبرو په لړ کې دې نړیواله ټولنه د جګړې پر تمویلوونکو هېوادونو فشار راوړي څو په افغانستان کې له مداخلې لاس واخلي.

د ده په خبره، تر هغه چې په دې برخه کې تضمین وجود و نه لري، د سولې خبرې به جوته پایله و نه لري.

login or register a new account.