ژبه

ولسمشر غني: طالبان د بریدونو په کولو سره د سولې خبرو کې امتياز نه شي اخیستلای

 

کابل (پژواک، ١٦ چنګاښ ٩٨): ولسمشر غني د غزني ولایت د ننني برید غندلو تر څنک  وایي، طالبان باید پوه شي چې پر ملکي وګړو او کوچنيانو د برید په ترسره کولو سره د سولې په مذاکراتو کې امتیاز نه شي ترلاسه کولای.

نن سهار په غزني ښار کې د ملي امنيت پر يو مرکز د موټربم ځانمرګي بريد په پايله کې د اتو سرتېرو په ګډون ١٢ کسان ووژل شول او د لسګونو ماشومانو په ګډون ١٧٩ تنه ټپيان شول.

له ارګه د چنګاښ په ١٦مه پژواک خبرې اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر غنې د غزني ولایت په مرکز کې د ننني برید غندلو تر څنګ وایي، طالبانو یو ځل بیا له افغانانو سره خپله ښکاره دښمني ثابته کړه.

سرچینه زیاتوي،  طالبانو د دغه تروریستي برید په ترسره کولو سره وښوده چې عمل او خبرې یې جدي تناقض لري.

هغه ويلي، په داسې حال کې چې په قطر کې مذاکرات کوي خو په افغانستان کې هره ورځ خپل لاسونه د بې ګناه وګړو په ځانګړي ډول د ښځو او کوچنیانو په وینو لړي.

ولسمشر همدارنګه زياته کړې، طالبان باید پوه شي چې د ملکي وګړو په ځانګړي ډول پر کوچنيانو د برید په ترسره کولو سره د سولې په مذاکراتو کې امتیاز نه شي ترلاسه کولای.

د دې چاودنې مسووليت وسله والو طالبانو منلى دى.

د یادې ډلې وياند ذبيح الله مجاهد پژواک ته وويل چې په دې چاودنه کې د کابل د ملي امنيت ادارې لسګونه سرتېري وژل شوي او يو شمېر نور ټپيان دي.

login or register a new account.