ژبه

“کوچيانو ته باید د سولې پروسه کې ونډه ورکړل شي”

کابل (پژواک، ۱۷ چنګاښ ٩٨): د کوچيانو چارو مشر وايي، د کوچيانو د نورو ستونزو لرې کولو ته د پام تر څنګ بايد د نورو افغانانو په څېر کوچيانو ته هم د سولې په پروسه کې ونډه ورکړل شي.

نن د هېواد له بېلابېلو ولايتونو سلګونو کوچيانو او دغه راز د کوچيانو چارو رياست چارواکو په کابل کې په يوه غونډه کې برخه واخيسته.

د کوچیانو چارو رئیس حبیب الرحمن په دې غونډه کې وويل چې د سولې په ملي پروسه کې بايد ټولو افغانانو ته ونډه ورکړل شي؛ ځکه چې دا د هېواد د برخلیک موضوع ده.

د ده په وینا، په هېواد کې پنځه میلیونه کوچيان ژوند کوي او باید د سولې په پروسه کې ونډه ورکړل شې.

حبیب الرحمن زياته کړه: "کوچیان په جرګو کې اوږد تاریخ لري، دوی د سرې میاشتې په شان کولی شې په ازاده توګه ل دواړو خواوو سره خبرې وکړي او د سولې په پروسه کې رغنده رول ولوبوي."

ده په دوحه کې له تېرې ورځې راهيسې د طالبانو او يو شمېر نورو افغانانو تر منځ د سولې په تړاو پيل شوې خبرې مثبت ګام وباله او ويې ويل چې که افغانان سره متحد شې نو د سولې خبری به هرومرو مثبت پایلې ولرې.

مرکزی زون کې د کوچیان شورا رئیس ملاتره خېل محمدي په نننۍ غونډه کې وویل چې کوچيان پاکو اوبو ته د نه لاسرسي او روغتيايي ستونزو سره مخه او ډېر څړځايونه يې هم غصب شوي دي.

د هغه په وينا، دولت مکلف دی چې کوچيانو د سرپناه، زده کړو، اقتصادي چارو او مالدارۍ په برخه کې اړينې اسانتياوې برابرې کړي.

د کابل والې محمد یعقوب حیدری په نننۍ غونډه کې  وویل چې د غاصبانو له منګولو د کوچيانو د څړځايونو د ژغورلو او د کوچيانو د اوبو د ستونزې لرې کولو لپاره به اړين ګامونه پورته کړي

حیدری همدارنګه وویل، د کوچیانو د ستونزو د حل لپاره پوهنې د وزارت او عامې روغتیا وزارت سره خبرې شوې، چې په یاده برخه کې د ستونزو د حل لپاره اقدام وکړي.

login or register a new account.