ژبه

د سره صلیب نړیوال سازمان د فزیوتراپي برخې رئیس ته د افغانستان افتخاري تابعیت ورکړل شو

کابل (پژواک ٢٩ چنګاښ ٩٨): ولسمشر محمد اشرف غني د سره صلیب نړیوال سازمان د فزیوتراپي برخې رئیس البرټو کایرو ته چې د ایټالیا تبعه دی، د هغه د ارزښتناکو خدمتونو په درناوي د افغانستان افتخاري تابعیت ورکړ.

له ارګ څخه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په ارګ کې په دې اړه جوړو شویو مراسمو کې، د جمهور رئیس فرهنګي سلاکار اسدالله غضنفر د جمهور رئیس غني فرمان ولوست.

سرچينه زياتوي، ولسمشر غني البرټو کایرو ته د تابعیت تر ورکړې وروسته وویل، نوموړي په افغانستان کې د ۲۸ کالو خدمت په موده کې شپه او ورځ کوښښ کړی چې د جګړې قربانیانو، ملکي وګړو او امنیتي ځواکونو ته داسې کار وکړي چې هغوی صحتمند شي او بېرته خپل کار او فعالیت پیل کړي.

login or register a new account.