ژبه

د علماو درې اړخیزه ناسته به ډېر ژر اندونیزیا کې جوړه شي

کابل (پژواک، ٢ زمرى ٩٨) : اندونیزیايي چارواکي وايي، چې د افغانستان، اندونیزیا او پاکستان د علماو دوېمه درې اړخیزه ناسته به راتلونکې میاشت په دې هیواد کې جوړه شي.

له امنيت شورا څخه د زمري په ٢مه، پژواک خبري اژانس ته په يوه استول شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د آسیا پسېفیک او افریقا لپاره د اندونیزیا د بهرنیو چارو وزارت مسئول ډیسرا پارکایا کابل ته د سفر پر مهال نن د ملي امنیت شورا د دفتر له مرستیال عتیق الله نوشېر سره وليدل.

سرچينې زياته کړې، نوموړي په دې کتنه کې وویل، چې د ناستې لپاره د آګست ۲۶ مه او ۲۷ مه په پام کې نیول شوې ده.

 د ملي امنیت شورا د دفتر مرستیال په داسې حال کې، چې د سولې او پخلاینې په برخه کې د اندونیزیا له همکارۍ مننه وکړه، د علماو لومړی کنفرانس ډېر اغېزناک وباله.

هغه زياته کړه، دغه شان کنفرانسونه په هیواد کې د تفاهم د رامنځته کېدو او د سولې د راوستو لامل ګرځي.

اندونیزیايي لوري غوښتنه وکړه، چې افغانستان دې کنفرانس ته خپل علما معرفي کړي.

 ده وویل، چې هیواد یې د سولې داسې پروسې ته ژمن دی، چې د افغانانو په مشرۍ او د افغانانو لخوا وي.

ډیسرا پارکایا په ورته وخت کې وویل، چې هیواد یې په پام کې لري ډېر ژر د افغان مېرمنو یو کنفرانس هم راوبولي، چې په هغه کې به د سولې، پراختیا، د بې وزلۍ د له منځه وړلو او داسې نورو موضوعاتو په اړه خبرې اترې او بحثونه وشي.

 د ملي امنیت شورا د دفتر مرستیال نوشېر له دې طرحې د ملاتړ ترڅنګ وړاندیز وکړ، چې د پراختیا په برخه کې د اندونیزیا له تجربو د ګټې اخیستنې لپاره دې د دواړو هیوادونو ترمنځ ګډ کار وشي، چې په دې اړه ابتدايي توافق رامنځته شو.

 په ناسته کې په کابل کې د اندونیزیا سفیر ډاکټر عارف الرحمان هم برخه لرله.

د يادونې وړ ده، چې تېر کال هم په اندونيزيا کې د افغانستان ، پاکستان او اندونيزيا د علماوو غونډه جوړه شوې وه.

login or register a new account.