کابل (پژواک، ٥ زمری٩٨): د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون له ټولو دولتي کارکوونکو غواړي چې د ولسمشرۍ ټاکنو ترسره کولو په موخه په رسمي ساعتونو کې او د دولتي امکاناتو په کارونې سره د نوماندانو په ګټه یا زیان کمپاین ونه کړي.
د ملکي خدمتونو د کارکوونکو د سلوک د ډول مقررې، د ملکي خدمتونو د کارکوونکو د قانون (د دیارلسمې مادې د یو تر ۱۶ اجزاوو)، د ټاکنو قانون (د نهه نویمې مادې) او نورو اړوند تقنیني سندونو له مخې، د عامه خدمتونو مؤظفین مکلف دي څو په خپلو اجرااتو کې د بې پرې والي اصل رعایت کړي او د سیاسي اشخاصو او احزابو په ګټه د ادارې د معلوماتو، تجهیزاتو او وسایلو له کارونې ډه ډه وکړي.
د يادې ادارې له خوا په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې نړیوال ستندردونه هم د ټاکنیزو موخو لپاره د عامه امکاناتو پر نه کارونې ټینګار کوي.
سرچينې زياته کړې، د یوه نوماند په ګټه پر رایې ورکوونکو باندې فشار راوړل، د دولتي امکاناتو او وسایلو کارول، د نوماندانو په ګټه یا زیان څرګندونې، د نوماندانو د کمزوري کولو او پیاوړي کولو په موخه د مقام کارول، په ټاکنیزو کمپاینونو کې ګډون او د ټاکنو نور اړوند فعالیتونه په رسمي ساعتونو کې د ټاکنیزو سیالیو پر مهال له منع شوو فعالیتونو دي.
سرغړوونکي به له جدي قانوني چلند سره مخ شي او کېدای شي چې په عامه اداره کې له دندې هم بې برخې شي.
د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون رییس احمد نادر نادري ویلي: «د عامې ادارې اساسي اصول، د بې پرې والي ساتل او د ټاکنو په چارو کې نه لاسوهنه ده. نو له دې امله د ملکي خدمتونو کارکوونکي د ټاکنو ځواکمنتیا د ساتنې په موخه، باید د کوم نوماند په ګټه د عامه ادارې له امکاناتو او اسانتیاوو کار وانه خیستل شي.»
د ولسمشرۍ ټاکنو د نوماندانو سیالۍ سبا (د زمري په شپږمه) پيلېږي.
login or register a new account.