کابل (پژواک ٥ زمرى ٩٨): ولسمشر د ټاکنو د امنیت د تامین لپاره پر جدي تدابیرو او په ځانګړو عملیاتو کې پر لازم دقت ټینګار وکړ او ويې ويل، د ولسمشرۍ د کاندیدانو او انتخاباتي ټیمونو امنیتي غوښتنو ته دې پر وخت رسېدنه وشي.
د ولسمشرۍ د ټاکنو کمپاينونه سبا پيلېږي چې دوه مياشتې به دوام وکړي.
له ارګ څخه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د ولسمشر محمد اشرف غني په مشرۍ د وسله وال پوځ اعلی سرقومندانۍ غونډه چې په کې د هېواد د امنیتي او دفاعي بنسټونو مسؤولینو او د ټاکنو خپلواک کمېسیون او د شکایتونو کمېسیون رئیسانو هم حضور درلود، جوړه شوه.
سرچينه کاږي، په دې غونډه کې چې نن سهار په ارګ کې ترسره شوه، لومړی امنیتي او دفاعي مسؤولینو د رای ورکولو مرکزونو، محلونو، د ټاکنیزو دفترونو د کارکوونکو او رایه ورکوونکو د امنیت د ټینګښت لپاره د جمهوري ریاست د ټاکنو امنیتي پلان وړاندې کړ.
ولسمشر غني د یاد پلان تر اورېدو وروسته وویل، د هېواد امنیتي او دفاعي بنسټونه دې په ګډه همکارۍ او لا زیاتې همغږۍ د جمهوري ریاست د ټاکنو بهیر د امنیت ټینګښت لپاره جدي تدابیر ونیسي.
نوموړي د ټاکنیزو څارونکو، رسنیو، مدني ټولنو او د ټاکنو اړوند نورو بنسټونو د امنیت پر تامین ټینګار وکړ او زیاته یې کړه، د جمهوري ریاست د کاندیدانو او انتخاباتي ټیمونو امنیتي غوښتنو ته دې پر وخت رسېدنه وشي.
ده د امنیتي ګواښونو زیاتېدا ته په اشارې وویل، د هېواد امنیتي او دفاعي بنسټونه دې د خپلو امنیتي پلانونو جوړولو او د برنامو په عملي کولو کې زیات انعطاف په پام ولري.
د خبرپاڼې په حواله، د وسله وال پوځ د اعلی سرقومندانۍ غونډې په دویمه برخه کې، د هېواد د امنیتي او دفاعي بنسټونو مسؤولینو د ملکي تلفاتو مخینوي لپاره د خپلو اقداماتو او تدابیرو راپورونه غونډې ته وړاندې کړل.
هغوی وویل، د هېواد امنیتي او دفاعي ځواکونو د ځانګړو عملیاتو پر مهال طالبانو ته درانه تلفات اړولي دي.
یادو مسؤولینو څرګنده کړه، په هره امنیتي پېښه کې چې ملکي وګړو ته زیان رسېدلی وي، د هېواد امنیتي او دفاعي ارګانونه یې په هر اړخیزه توګه ارزوي.
جمهور رئیس او د وسله وال پوځ اعلی سرقوماندان د یاد راپور تر اورېدو وروسته امنیتي او دفاعي مسؤولینو ته په خطاب کې وویل: "د عملیاتو پر مهال ډېر محتاطانه عمل او لازم دقت وکړئ، ترڅو ملکي وګړو ته زیان ونه رسېږي."
login or register a new account.