کابل (پژواک، ٦ زمرى ٩٨): د افغانستان د سولې پروسې په اړه د ممکنه "بين الافغاني" مذاکراتو په اړه طالبان، زلمى خليلزاد او افغان حکومت سره يوه خوله نه دي او متضادې خبرې کوي.
له کله راهيسې چې په قطر کې د امريکا او طالبانو ترمنځ خبرې پيل شوې، د امريکا ځانګړى استازى زلمى خليلزاد له هر پړاو خبرو وروسته همدا يوه خبره کوي چې له طالبانو سره پر څلورو موضوعاتو خبرې کوي، څو پورې چې پر ټولو هوکړه نه وي شوې، پر يوه هم نه کېږي.
په دې څلورو موضوعاتو کې د بهرنيو ځواکونو وتل، له ترهګرۍ سره مبارزه، هر اړخيز اوربند او بين الافغاني مذاکرات شامل دي.
امريکا وايي چې له طالبانو سره پر لومړنيو دوو موضوعاتو هوکړې ته رسېدلي او د وروستيو دوو په اړه هم ډېر پرمختګونه شوي دي.
خو طالبانو تل له خليلزاد سره له خبرو وروسته د لومړيو دوو موضوعاتو يادونه کړې، خو د وروستيو دوو يا نه ده کړې يا يې رد کړې ده.
بلخوا د سولې په چارو کې د افغانستان د دولت وزير سلام رحيمي پرون ويلي وو چې د افغانستان د اسلامي جمهوریت او طالبانو ترمنځ د مخامخ خبرو اترو کېدو لپاره د حکومت د هڅو پر دوام، دغه خبرې اترې تر راتلونکو دوو اونیو پیلېږي.
هغه زياته کړې چې دوى د مرکچي پلاوي لپاره د پنځلسو کسانو پر نومونو غور کوي.
خو د حکومت له دغه اعلان وروسته د امريکا ځانګړي استازي په يوه ټويټ کې په ډاګه کړه چې له طالبانو سره د امريکا تر تړون وروسته بين الافغاني مستقيم مذاکرات پيلېږي.
خليلزاد ویلي، له طالبانو سره د دوى له تړون وروسته به د افغانانو دا خبرې د طالبانو او يو ټولشمولې، اغېزناکې او ملي مرکچي ډلې سره کېږي چې په کې به لوړپوړي حکومتي چارواکي، د مهمو سياسي ګوندونو استازي، مدني ټولنې او ښځې ګډون ولري.
خو د حکومت او خليلزاد تر څرګندونو وروسته د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد هم د ممکنه بين الافغاني مذاکراتو په اړه لنډ غبرګون وښود.
هغه په ټويټر کې ليکلي چې له افغان حکومت سره د حکومت په شکل کې مذاکرات نه کوي، بلکې د يوه افغاني او سياسي جهت په توګه چې په کې نور سياسي جهتونه هم وي، خبرې کوي.
خو مجاهد وايي چې دغه خبرې به د امريکا له خوا د ځواکونو د مهالوېش له اعلان وروسته کوي.
login or register a new account.