ژبه

د ټاکنو کېسیون په ټاکنیزو سیالیو کې رسنۍ د اصولو مراعتولو ته را وبللې

کابل (پژواک، ۶ زمری ۹۸): د ټاکنو خپلواک کمېسیون، په ټاکنیزو سیالیو کې رسنۍ د اصولو رعایت کولو ته راوبللې او ګواښ يې وکړ چې د اصولو د نقض په صورت کې به د رسنیو کمېټې له خوا ورسره انضباطي چلند وشي.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون د رسنیو کمېټې رييس محمد رفیع رفیق صدیقی، نن په خبري غونډې کې وویل چې ټاکنیز کمپاینونه او ټاکنو ته د دیموکراسي ازرښتونه، د هېواد خلکو ته خورا لوى او د اعتبار وړ سیاسي برخلیک دی.

نوموړي زیاته کړه چې رسنۍ په ټاکنیزو کمپاینونو کې د عامه اذهانو مثبت لوري ته په سوق کولو او خورا لوی سیاسي واحد درلودونکي د ټاکلو لپاره په تشویق او ترغیب کې ډېر رول لري.

صدیقي د رسنيو رول د عمومي افکارو لوری د رايې ورکولو صندوقونو خواته مهم وګاڼه او زیاته يې کړه چې رسنۍ باید د کوم مشخص نوماند په زیان او یا ګټې لپاره په محتوا کې توازن، بې پرې توب، انساني کرامت ته احترام، د شمېرو نه خپرول او ټولپوښتنو پاملرنه وکړي.

نوموړی زیاته کړه، په هغه صورت کې چې په ټاکنیزو سیالیو کې یاد معیارونه د رسنیو له خوا د خبر رسولو په برخه کې نقض شي، د رسنیو کمېټه به له دوی سره قانوني چلند وکړي.   

د نوموړي په وينا، د رسنیو له خوا د اصولو د نقض په وخت کې به ورسره لومړی د اصلاح حکم، له هغه وروسته ګواښ، جریمه او د اعتبارلیک د باطلولو چلندونه وشي.

ده زیاته کړه، تمه لري چې رسنۍ د خپلو ډول ډول موضوعاتو په واسطه ټاکنو خواته د خلکو په تشویق کولو کې اړینه پاملرنه وکړي.

login or register a new account.