کابل (پژواک، ٧ زمرى ٩٨) : د ولسمشر وياند صديق صديقي وايي، کوم کانديدان چې شکايت لري، پر ارګ د نيوکو پر ځاى دې اړوندو قانوني مراجعو ته ولاړ شي.
نوموړي دا څرګندونې په داسې حال کې کوي چې د ولسمشريزو ټاکنو د کانديدانو شورا پرون د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ګواښ وکړ چې که په يوه اوونۍ کې حکومت شته ستونزو او شکايتونو ته رسېدنه ونه کړي، نو دوى به ټاکنې تحريم کړي.
دغه خبرپاڼه چې د ولسمشرۍ د کانديد حنيف اتمر له دفتر څخه خپره شوې، پر حکومت او ولسمشر غني ګڼ شمېر نيوکې شوې وې.
د ولسمشر وياند صديق صديقي د زمري په ٧مه، د حکومت د رسنيو په مرکز کې په دې اړه د خبريالانو پوښتنوته د ځوابونو پرمهال وويل،ټاکنې يوه ستره ملي پروسه ده چې بايد هېڅکله تحريم نه کړل شي.
هغه زياته کړه، د کانديدانو شورا چې پر ولسمشر اشرف غني کوم تورونه پورې کړي، هغه بې اساسه دي، اشرف غني هېڅکله په کمپاين کې له دولتي امکاناتو استفاده نه ده کړې.
صديقي وويل،د شکايتونو مراجع معلومې دي او کانديدان کولى شي چې د سرغړونو په اړه هلته مراجعه وکړي.
نوموړى وايي،د ټاکنو مهمه مرحله پيل شوې او پرون يو شمېر کانديدانو خپل ټاکنيز کمپاينونه پيل کړي دي.
د ولسمشر وياند له ټولو کانديدانو څخه وغوښتل چې د کمپاين پر مهال پر قانون عمل وکړي ، ځکه چې د شکايتونو کمېسيون د دوى ټول کارونه څاري.
د صديقي په وينا، که چېرې دا مهمه ملي پروسه له ننګونو سره مخ شي، نو دا سم کار نه دى، ټول کانديدان بايد دې پروسې ته درناوى ولري .
د کانديدانو شورا د نيوکو په اړه هغه وايي، حکومت او ولسمشر چې کومې ګومارنې کړې، هغه د اړتيا او له قانون سره سم ترسره شوې دي، له کمپاين سره کوم تړاو نه لري.
صديقي وويل،ولسمشر ټاکنو ته ژمن دى، يوه مياشت مخکې يې فرمان صارد کړى چې هېڅوک په ټاکنو کې لاسوهنه نه شي کولى.
هغه زياته کړه، حکومتي کارکوونکي حق نه لري چې په ټاکنيزو کمپاينونو کې ګډون او لاسوهنه وکړي او که داسې وشي اړونده مراجع يې څېړنه کوي.
login or register a new account.