ژبه

د افغانستان او چین د امنیتي کمېسیون دويمه ناسته وشوه

کابل (پژواک، ٨ زمرى ٩٨): د افغانستان او چین د دوه اړخیز امنیتي کمېسیون دويمه ناسته، چې مهم بحث یې له ترهګرۍ سره د مبارزې په اړه ګډې هڅې وې په کابل کې جوړه شوه.

د ملي امنيت شورا وياند کبير حقمل د زمري په ٨مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې د ناستې مشري د افغانستان د ملي امنیت شورا د دفتر مرستیال عتیق الله نوشېر او د بهرني امنیت په برخه کې د چین د خارجه چارو وزارت مرستيال چینګ ګیوپینګ کوله.

هغه زياته کړه، دواړو لورو په افغانستان کې د روان امنیتي حالت په اړه خبرې وکړې او همدارنګه د یو لړ مشترکو ګواښونو یادونه وشوه.

د نوموړي په وينا، په ناسته کې ټینګار وشو چې ځینې وختونه د ترهګرۍ، نشه يي توکو او داسې نورو موضوعاتو په اړه د ګډ اقدام اړتيا وي، چې هوکړه ورباندې وشوله.

حقمل وايي، همدارنګه پرېکړه وشوه چې د دوه اړخیزو اړیکو په اړه د موجودو اسنادو د نهايي کولو چارې به چټکې کېږي او د ښې همغږۍ په موخه به دا ناستې دوام کوي.

د يادونې ده، د افغانستان او چین د امنیتي کمېسیون لومړۍ ناسته د تېر میلادي کال په نومبر میاشت کې په بېجنګ کې شوې وه.

login or register a new account.