ژبه

د روان کال په لومړۍ نيمايي کې ۳۸۱۲ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

کابل (پژواک، ٨ زمرى ٩٨): د يوناما راپور ښيي چې د ٢٠١٩ کال په لومړيو شپږو مياشتو کې افغانستان کې ۱۳۶۶ ملکي وګړي وژل شوي او ۲۴۴۶ نور ټپیان دي، خو د مرګ ژوبلې دغه شمېرې د تېر کال د همدې مودې په پرتله ٢٧ سلنه کمې دي.

د ملګرو ملتونو د مرستندوی پلاوي )یوناما( د خبرپاڼې له مخې، د ملګرو ملتونو وروستى راپور ښيي چې د ۲۰۱۹ کال په لومړۍ نیمایي کې یې ۳۸۱۲ ملکي تلفات ثبت کړي دي.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، له يادو څه باندې ٣٨٠٠ کسانو څخه ۱۳۶۶ کسان وژل شوي او ۲۴۴۶ نور ټپیان دي.

يوناما ليکي چې د سږ کال د لومړيو شپږو مياشتو د مرګ ژوبلې کچه د ۲۰۱۸ کال د همدې مودې په پرتله ٢٧ سلنه کمه شوې ده.

د سرچينې د څرګندونو له مخې، د کال د نیمایي راپور ښیي چې د ۲۰۱۹ کال د جولای ۳۰مه په افغانستان کې روانه جګړه په دوامداره توګه پر ملکیانو ویجاړوونکې اغېزې پرېباسي.

په خبرپاڼه کې راغلي: "ملګري ملتونه له ښکېلو غاړو غواړي چې د افغانانو غوښتنې واوري او ملکي تلفات پای ته ورسوي."

د سرچينې د څرګندونو له مخې، یوناما مني چې ښکېلو ډلو د ملکي تلفاتو د کموالي لپاره له یو لړ هڅو خبر ورکړى خو زياتوي چې دا هڅې کافي نه دي او تر دې ډېر څه باید ترسره شي.

په خبرپاڼه کې راغلي: "ملګري ملتونه د ملکي تلفاتو د کمېدو او صفر کېدو په تړاو د هغې غوښتنې ملاتړ کوي چې د ۲۰۱۹ کال د جولای په ۷مه او ۸مه په دوحه کې د ټولو ښکېلو افغان ګډونوالو له خوا د بین الافغاني خبرو اترو په ګډه اعلامیه کې په ډاګه شول."

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړی استازی تدامیچي یاماموتو ویلي چې د دوحې په خبرو کې د افغان استازو پیغام ټولو په روښانه ډول واورېد چې "ملکي تلفات صفر کړئ"

یاماموتو چې د یوناما مشر هم دی زیاتوي: "موږ له ټولو ډلو غواړو چې دغې سپارښتنې ته پام وکړي او د خطرناکو زیانونو کمولو لپاره دې د بېړنیو ګامونو پورته کولو په برخه کې د افغانانو غوښتنو ته ځواب ورکړي."

په خبرپاڼه کې راغلي چې د حکومت مخالف عناصر د ملکي تلفاتو د لویې برخې مسووليت لري، خو د کال په دویمه ربع کې د حکومت مخالفو عناصرو په پرتله د حکومت پلوو ځواکونو له خوا د ملکیانو مړینه زیاته شوې ده.

 

login or register a new account.