کابل (پژواک، ٨ زمری ٩٨): په پکتیکا کې د سيمه ييزو پوليسو يو پخوانى قوماندان چې دواړه لاسونه او یوه سترګه یې د ماین په چاودنه کې له لاسه ورکړي، ګیله کوي چې د ولسمشر له هدايت سره- سره یې چارواکي د درملنې لپاره اقدام نه کوي.
شېرین خروټى چې د پکتيکا په اومنه ولسوالۍ کې د سیمه ییزو پوليسو قوماندان و، وايي چې څلور کاله مخکې یې د ماین په چاودنه کې خپل دواړه لاسونه او یوه سترګه له لاسه ورکړل.
دى وايي، له دې مخکې يې د کورنۍ پنځه غړي چې له ملي اردو او ملي پولیسو سره دنده ترسره کوله، په جګړو کې وژل شوي دي.
د ده په وينا، تېر کال په لړم مياشت کې ولسمشر محمد اشرف غني پکتيکا ته ورغى او له ده سره په ليدنه کې يې خپل ځانګړي سکرتر عبدالرحیم ځیرک ته دنده ورکړه چې هند ته يې د درملنې لپاره ولېږي.
خو دى وايي چې له هغه وخت راهيسې ځيرک د ده ټيلېفون ته ځوابوي.
هغه زياتوي: "له درېيو مياشتو را په دېخوا کابل ته راغلی یم او دلته په یوه هوټل کې اوسېږم، خو تر اوسه په دې نه یم بریالی شوی چي د ولسمشر سکرتر، د کورنیو چارو وزیر یا هم کوم بل چارواکې سره وګورم."
د ده په وینا، شل ورځې مخکې یې د ولسمشر له سلاکار ضياءالحق امرخېل سره وليدل او هغه وويل چې زما عريضه اړوند مقام ته ورسوي، خو تر اوسه هغه هم څه نه دي کړي.
شېرین خروټى وایي، له دولته نوره غوښتنه نه لري. يواځې ترې غواړي چې د درملنې لپاره یې بهر واستوي، څو پلاستيکي لاسونه ورته واچوي.
د ولسمشر سکرتر عبدالرحیم ځیرک وایي چې ولسمشر د پکتیکا والي ته هدایت وکړ چې د شېرين په اړه معلومات له ارګ سره شريک کړي، څو د درملنې په اړه يې اقدام وشي.
ده وویل چې تر اوسه نه شېرين پوښتنه کړې، نه دوى ورپسې ګرځېدلي او نه د پکتيکا ولايت معلومات ورکړي دي.
ده وویل: "که چېرې د نوموړي په هکله د دغه ولایت مقام له موږ سره معلومات شریک کړي، موږ اوس هم په دې اړه اقدام کوو."
login or register a new account.