کابل (پژواک،۹ زمری ۹۸): معترضو ښځينه نوماندانو نن په کابل کې د ټاکنو خپلواک کمېسيون مخې ته خېمه ودروله او وايي چې د ولسمشرۍ ټاکنو د چارو پرمخ وړلو ته اجازه نه ورکوي.
ياد نوماندانې چې شمېر يې کابو اتو تنو ته رسېږي، ټاکنیز کمېسیونونه د ولسي جرګې په تېرو ټاکنو کې په پراخو درغلیو تورنوي او له دې مخکې یې ټاکنیزو ستونزو ته د رسېدو لپاره د ځانګړې محکمې د جوړېدو غوښتنه کړې ده.
دغه معترضې مېرمنې، نن په کابل کې د ټاکنو خپلواک کمېسيون د دروازې مخې ته راټولې شوې او د تحصن خېمه يې ودروله.
له دې ډلې د هلمند ولایت معترضې نوماندې هدیې حمیدي وویل: "دوه اوونۍ مخکې مو د ټاکڼو خپلواک کمېسیون مشرې حوا علم نورستانۍ او څو تنو کمېشرانو سره وليدل او هغوی وویل چې ستاسو د اسنادو د څېړنې لپاره به په دوو ورځو کې کمېټه جوړه شې ترڅو ستاسو اسناد وڅېړي؛ خو نن لسمه ورځ ده چې کمېسیون د دې کمېټې د جوړولو په هلکه دوى ته هیڅ ډول ځواب نه دى ویلی."
هغې زیاته کړه: "ولسمشر په خپلو شعارونو کې لیکلي، حساب اخلو حساب ورکوو؛ د ولسمشر په دغو شعارونو نور خلک باور نه شې کولى، که چېرې خلکو ته ځواب ورکوي، را دې شي، موږ ته دې ځواب راکړي."
د دې په خبره، د ټاکنو کمېسيون مخې ته د اعتراضيه ناستو موخه يې د ولسمشرۍ ټاکنو د پرمختګ چارو مخه ډب کول دي، تر هغه پورې چې د دوى ستونزې ته رسيدګي نه وي شوې.
له ننګرهار څخه معترضې نوماندې ډیوې نیازۍ وویل، سره له دې چې ارګ، اجرايیه ریاست او لویې څارنوالۍ ته یې خپل شکایتونه او سندونه سپارلي، خو تر اوسه یې ستونزه نه ده حل شوې.
هغې زیاته کړه : "کابو پنځوس ورځې کېږي چې موږ د پرلت خېمه درولې ده او د پرلت په خېمه کې کابو د دوولسو ولایتونو نوماندان دي. موږ هر یو اسناد په لاس کې لرو، خو په دغو پنځوسو ورځو کې د چارواکو او ولسمشرۍ ماڼۍ له خوا زموږ غږ چا نه دی اورېدلی."
هغې همدارنګه وویل، څو ځله د پولیسو له خوا وهل شوي، ډبول شوي او اجازه نه ورکول کېږي چې دوى خپل د عدالت غوښتنې غږ پورته کړي.
نوموړې وایي: "زموږ دا مبارزه به دوام ولري، نه د یوې ورځې لپاره، بلکې تر پنځو او لسو کلونو به دوام ورکړو، تر هغې چې په افغانستان کې د عدالت غوښتنې غږ تامین شوی نه وي."
د دې په وينا، د ولسي جرګې د ټاکنو د درغلیو اسناد چې له دوی سره دي، بیا دې وڅېړل شي.
خو د ټاکنو خپلواک کمېسیون د ویاند مرستیال ذبیح الله سادات پژواک خبری اژانس ته وویل، چې دوى مخکې له معترضو نوماندانو غوښتي وو چې خپل اسناد د شکایتونو کمېسیون سره شریک کړي، ځکه د ټاکنو کمېسیون د اسنادو د څېړلو دنده نه لري.
login or register a new account.