ژبه

کونړ کې د دوو پاکستانيانو په ګډون درې ځانمرګي نيول شوي

کابل (پژواک، ٩ زمرى ٩٨): په کابل کې د ملي امنيت رياست وايي چې په کونړ ولايت کې د دوو پاکستانيانو په ګډون درې ځانمرګي بريدګر نيول شوي دي.

د ياد رياست له خوا د زمري په ٩مه پژواک خبري اژانس ته په يوه استول شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د دوى ځانګړو ځواکو د کونړ په مرکز اسعد اباد ښار کې نيول شوي دي.

سرچينې زياته کړې چې په نيول شوو کې دلاور مشهور په عثمان، د کوزې پښتونخوا د باجوړ ايجنسۍ او احمد د کوزې پښتونخوا د دير سيمې د ميدان کلي اوسېدونکى د.

دغه راز ملي امنيت ويلي چې درېيم تن صدام  نومېږي او د کونړ اوسېدونکى دى.

په خبرپاڼه کې راغلي چې دوى د قاضي په نامه د طالبانو د يوه قوماندان له خوا ځانمرګي بريدونو ته اماده او غوښتل يې په اسعد اباد ښار کې پر کوم امنيتي چارواکي ځانمرګى بريد وکړي.

login or register a new account.