ژبه

۱۴ تدارکاتي موارد منظور شول

کابل (پژواک، ١٠ زمرى ٩٨): د تدارکاتو کمېسيون د ۳.۱۵ میلیارد افغانیو په ارزښت ۱۴ تدارکاتي موارد منظور کړي دي.

له ارګ څخه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د ولسمشر محمد اشرف غني په مشرۍ د ملي تدارکاتو کمېسيون غونډه پرون ماښام په ارګ کې ترسره شوه او د ۱۶ مواردو د ارزولو پایله کې د ۳.۱۵ میلیارد افغانیو په ارزښت ۱۴ تدارکاتي موارد کمېسیون منظور کړل.

سرچينه زياتوي، په منظور شویو مواردو کې لاندې پروژې شاملېږي:

د افغانستان لپاره د کوچنیو پورونو له پانګونې د ملاتړ ادارې اړوند د پروان ولایت په څلورو او د ننګرهار ولایت په درېیو ولسوالیو کې د بېوزلو کورنیو د ملاتړ پروژو دوه قراردادونه؛

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت اړوند د فراه ولایت په مرکز او ولسوالیو کې د کیمیاوي سرې او بادرنګو او رومیانو د تخمونو د تدارک دوه قراردادونه؛

د عامې روغتیا وزارت اړوند د مرکز د ۷ روغتونونو او د ولایتونو د عامې روغتیا او حوزوي روغتونونو د ۱۰ ریاستونو د نوري فایبر د وصل قرارداد؛

د لوړو زده کړو وزارت اړوند د مرکز د کادري روغتونونو او د ننګرهار پوهنتون د لیلیو د خوراکي توکو او د کابل طبي پوهنتون دکادري روغتون د دویمې برخې د ۳۶ قلمه خوراکي توکو د تدارک پروژې قرارداد؛

د کورنیو چارو وزارت اړوند د قطعاتو، مرکزي واحدونو او ولایتونو د امنیه قوماندانیو په ګډون د ساحوي زونونو د اړتیا وړ دوه قلمه غوښې (غویي او پسه) د برابرولو او تدارک پروژه؛

ولسمشر محمد اشرف غني د افغانستان لپاره د کوچنیو پورونو له پانګونې د ملاتړ ادارې پرپروژو د بحث پر مهال یادې ادارې ته سپارښتنه وکړه، چې خپلې کاري پروسې اسانه کړي، تر څو له بېوزلو کورنیو سره بېړنۍ مرستې وشي او د دې ادارې په هر اړخیزه ارزونه یې ټینګار وکړ.

همداراز، ترانسپورټ وزارت له کونړ ولایت څخه تر نورستان ولایت پورې د ۱۰.۷ کیلومتره اوږد سړک جوړولو پروژې د دویم لاټ د ارزونې راپور په اړه د لارښوونې وړاندیز ملي تدارکاتو کمېسیون ته وړاندې کړ او کمېسیون پرېکړه وکړه چې په بېړني ډول دې د پروژې د تدارکاتو پړاوونه یو ځل بیا د ننګرهار او کونړ ولایتونو له هغو شرکتونو سره چې ښه کارکردګي لري د محدودې داوطلبي په وسیله پر مخ یووړل شي.

پر دې سربېره، یاد وزارت د سالنګ عمومي سړک د درېیم لاټ د بیارغونې پروژې تړون د تعدیل (د بیې زیاتوالی) منظورۍ وړاندیز د ملي تدارکاتو کمېسیون له لوري منظور شو.

د ملي تدارکاتو ادارې د عامه توکو ریاست د ۱۸ قلمه خامو البسوي موادو، د (Cable Car . . .

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.