کابل (پژواک، ۱۱ زمری ۹۸): د سیاسي او سولې چارو شنونکي د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې کېدونکي تړون ته خوشبینه دي، خو ځیني یې اندیښنه لري چې له دغه تړون وروسته به بین الافغاني مذاکرات خورا ستونزمن وي.
د امریکا او طالبانو ترمنځ خبرې اترې چې په قطر کې له تېرو څو میاشتو راهیسې پیل شوې دي، اوس مهم پړاو ته داخل شوې او ویل کېږي چې په راتلونکو څو ورځو کې به د دوی ترمنځ تړون هم لاسلیک شي.
په دغه تړون کې به د امریکایي ځواکونو وتل، له ترهګرۍ سره مبارزه، بین الافغاني مذاکرات او پراخ بنسټه اوربند شامل وي خو دا چې نورې کومې خبرې به په کې وي، دا به وروسته معلومه شي، خو یاد څلور موارد د امریکا ځانګړي استازي په ځلونو بیان کړي دي.
د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی چې له تېرو شاوخوا لسو ورځو راهیسې په کابل کې و، پنځه شپږ ځلې یې له ولسمشر اشرف غني او اجرائیه رییس ډاکتر عبدالله عبدالله سره لیدلي او له کابل څخه د تګ پر مهال يې ویلي چې دغه ځل یې په کابل کې د خپل ماموریت تر ټولو ګټور سفر کړی دی.
هغه زیاته کړې چې له افغان حکومت سره یې د سولې پر ټولو موضوعاتو موافقه او همغږي شوې او هیله یې څرګنده کړې چې له دې وروسته به امریکا او افغان حکومت د سولې په برخه کې په ګډه پرمخ ځي.
بل لور ته د سیاسي چارو یو شمېر شنونکي د سولې په اړه وروستیو پرمختګونو ته خوشبینه دي، خو اندېښنه لري چې له افغان لوري سره به بین الافغاني مذاکرات ستونزمن او لانجمن وي.
د کابل پوهنتون استاد او د سولې فعال ډاکتر فیض محمد ځلاند وایي چې په را روانه اوونۍ کې د امریکا او طالبانو ترمنځ روانې خبرې بشپړېږي او یوې هوکړې ته به ورسېږي.
هغه پژواک اژانس ته وویل، د امریکا او طالبانو ترمنځ له تړون وروسته تر ټولو مهمې او سختې خبرې به بین الافغاني مذاکرات وي، خو زیاتوي چې د امریکا له فشار پرته به ولسمشر غني د واک لېږد ته چمتو نه شي.
ځلاند وایي، په کابل کې سیاسیون، قومی مشران او نړیواله ټولنه باید د بین الافغاني ناستو د فشار دلیل شی. ترڅو د طالب او امریکا هوکړه عملی لید لوری خپل کړي.
هغه زیاتوي، بله مهمه خبره د لېږد پروسې تر څنګ د اوربند او تاوتریخوالي کمول دي چې له نړیوال او سیمه ییز ولسي فشار پرته سخت دی.
د سولې بل فعال مشتاق رحیم چې د حکومت او حزب اسلامي د سولې تړون یې له نږدې څارلی او په دې برخه کې یې تحقیقي راپور هم لیکلي، وروستیو پرمختګونو ته هیله من او خوشبینه دی.
هغه پژواک اژانس ته وویل، د خلیلزاد وروستی سفر او لیدنې ښې وې، د افغان حکومت او خلیلزاد ترمنځ د لومړي ځل لپاره همغږي پیدا شوې ده.
login or register a new account.