کابل (پژواک، ۱۲ زمری ۹۸): د امنیتي ځواکونو ځینې معلولین د دوی ستونزو ته د رسېدنې غوښته کوي او نیوکه کوي چې دوی ته پاملرنه نه کېږي، معاشونه يې پر وخت نه ورکول کېږي او نومرې ورته نه دی وېشل شوي.
د امنیتي ځواکونو ځينې معلولین نن د ملي شورا په انګړ کې سره را ټول شوي وو او غوښتل يې چې د دوى مشکلاتو ته رسيدګي وشي.
د کورنیو چارو وزارت یو تن افسر شیر علم چې پنځه کاله پخوا يې په هلمند ولایت کې د سړک غاړې ماین په چاودنه کې خپلې دواړه پښې له لاسه ورکړي، وویل: «کله چې ټپي شوم، زه يې روغتون ته ولېږدولم له هغې وروسته هېڅ مسوول کس زما پوښتنه ونه کړه او نه چا را سره د درملنې په برخه کې مرسته وکړه.»
ده زیاته کړه سربېره پر دې چې له پنځو کلو را په د ېخوا يې کومه نومره ځمکه نه ده تر لاسه کړې، ان معاش يې هم په وخت نه ور کول کېږي.
د هغه په وينا، په دې موده کې د زیاتو وزارتخانو او ارګانونو دروازو تللی، خو تر اوسه يې ستونزو ته رسېدنه نه ده شوې.
د دفاعي ځواکونو یو بل معلول جواد وویل: «دواړه پښې مې له لاسه ورکړي او يوه سترګه مې زیانمنه شوې چې جدي درملنی ته اړتیا لري، په څلور سوه بستره روغتون کې مې درملنه وکړه؛ خو پوره نه ده ښه شوې او څوک راته پاملرنه نه کوي.»
دې معلول انتقاد وکړ چې په امنیتي ادارو کې دوه ګونی چلند کېږي، هغه څوک چې واسطه لري، د درملنې لپاره بهر ته لېږل کېږي، خو هغه چې څوک نه پیژني، ستونزو ته يې رسېدنه نه کېږي.
ده، له امنیتي ارګانونو وغوښتل چې د معاشونو په وخت ورکولو تر څنګ دې یو ویلچر او یوه نومره ځمکه ورته و وېشل شي تر څو يې اقتصادي ستونزې څه هوارې شي.
ځینې نورو معلولینو هم دغه راز خبری وکړې.
له بلې خوا د ولسي جرګې د داخلي امنیت د کمیسیون غړي حاجي حضرت علی، دې معلولینو ته وعده ورکړه چې په ستونزو يې د امنیتي چارو کمېسیون په غونډه کې بحث کېږي او له اړوندو مسوولینو سره يې شریکوي.
خو پژواک خبري اژانس له پرله پسې اړيکو سربېره په دې اړه و نه توانېده چې د امنیتي ارګانونو نظر له ځانه سره ولري.
login or register a new account.