ژبه

چین کې د اورلوبو د توکو د تولید یوه کارخونه کې چاودنې ۲۱ کسان وژلي او ۶۱ نور ټپیان دي

کابل (پژواک، ۱۵ ثور ۱۴۰۵): د راپورونو له مخې، د چین په هونان ولایت کې د اورلوبو د توکو د تولید یوه فابریکه کې چاودنه شوې چې له امله یې لږ تر لږه ۲۱ کسان وژل شوي او ۶۱ نور ټپیان دي.

رویټرز راپور ورکړی چې دغه پېښه پرون دوشنبه مازدیګر شاوخوا څلور بجې او ۴۰ دقیقې د دغه ولایت په مرکز چانګشا ښار کې شوې ده.

په راپور کې راغلي چې نږدې ۵۰۰ اوروژونکي، د ژغورنې ځواکونه او روغتیايي کارکوونکي د اور مهارولو او د ټپیانو د مرستې لپاره سیمې ته لېږل شوي دي.

سرچینې لیکلي چې په دې پېښه کې لږ تر لږه ۲۱ کسان وژل شوي او ۶۱ نور ټپیان دي.

د چین ولسمشر شي جین‌پینګ امر کړی چې د دې چاودنې د لامل په اړه دې هر اړخیزه څېړنه وشي او ټینګار یې کړی چې مسوولین باید حساب ورکولو ته اړ شي.

هغه همداراز په مهمو صنعتي برخو کې د خوندیتوب د تدابیرو د پیاوړتیا غوښتنه کړې ده.

چین په نړۍ کې د اورلوبو له سترو تولیدوونکو هېوادونو دی او دغه پېښه یو ځل بیا په دغه صنعت کې د خوندیتوب په اړه اندېښنې زیاتوي.

ورته موضوع